د کرنې وزیر د پراختیایي پروژو د کار پر چټکتیا او د بودجې پر اغېزمن لګښت ټینګار وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۳۹
د کرنې وزیر د پراختیایي پروژو د کار پر چټکتیا او د بودجې پر اغېزمن لګښت ټینګار وکړ

د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو د سکتور د پراختیایي پروژو د اجراآتو د راپور وړاندې کولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د وزارت په مرکز کې دایره شوه.
په دې ناسته کې د مالي برخې کارپوهان د پراختیایي پروژو مفصل راپور د پریزینټېشن له لارې له کرنې وزیر سره شریک کړ. همدارنګه، حاضر رییسانو او آمرانو د خپلو دندو د پرمختګ او د بودجې د لګښت فیصدي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې بودجه دې د ټاکلي وخت په موده کې بشپړه ولګول شي او پلان شوې چارې دې د کال تر پای پورې ترسره شي. نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، چې د پروژو د پلي کېدو پر بهیر جدي څارنه وکړي او د کرنیزو خدمتونو د لا ښه‌والي لپاره زیاتې هڅې وکړي.
دغه راز، د کرنې وزیر له چارواکو وغوښتل، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې پراختیایي فعالیتونه د بزګرانو د واقعي اړتیاوو له مخې تنظیم کړي او د مالي سرچینو د ضایع کېدو مخه ونیسي. د کرنې وزیر په وینا، د پروژو سمه تطبیق به د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت