د کرنې وزیر د نورستان له والي سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۱۷
د کرنې وزیر د نورستان له والي سره وکتل


۱۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان له والي مولوي بشیر احمد حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ځنګلونو د ساتنې ټولنو پر پیاوړتیا، بزګرانو او مالدارانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د ځنګلونو د پراختیا او تنظیم په اړه خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري نورستان ولایت ته د خپل سفر موخه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په موخه له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره لیده کاته وبلل او د نورستان ولایت د ځنګلونو او نورو طبیعي زېرمو په ساتنه کې د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د نورستان والي مولوي بشیر احمد حقاني د طبیعي ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د کرنې وزارت هڅې وستایلې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ددې لیدنې پرمهال د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوی محمد ولي محسن، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی هم حضور درلود.


وزیر زراعت با والی نورستان دیدار کرد
۱۲ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت نورستان با مولوی بشیر احمد حقانی والی ولایت نورستان دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت انجمن‌های حفاظت از جنگلات، ایجاد سهولت‌های بیشتر برای دهقانان و مالدارن، توسعه و تنظیم جنگلات بحث و تبادل نظر کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت هدف سفرش به ولایت نورستان را دید و بازدید با مسوولان و متنفذین محلی جهت جلوگیری از قطع جنگلات بیان کرده و خواستار همکاری مسوولان محلی در حفاظت از جنگلات و سایر منابع طبیعی ولایت نورستان شد.
در همین حال مولوی بشیر احمد حقانی والی ولایت نورستان از تلاش‌های وزارت زراعت جهت حفاظت از جنگلات طبیعی استقبال کرده و اطمینان هرنوع همکاری را سپرد.
در جریان این دیدار مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی  محمد ولی محسن رییس زراعت لغمان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، محمد امان امانیار رییس جنگلات وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت