د کرنې وزیر د نورستان، پکتیا او کونړ ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۱۸
د کرنې وزیر د نورستان، پکتیا او کونړ ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د کونړ، نورستان او پکتیا ولایتونو د کرنې له رییسانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل.
د کرنې وزیر د نورستان د کرنې له رییس مولوي سلیمان ایمن، د کونړ د کرنې رییس مولوي شیر اغا پیر حبیب الرحمن او د پکتیا د کرنې له رییس مولوي عبدالرووف سعید سره د کتنې په ترڅ کې د کرنې وزیر د دوی د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد او د ځنګلونو پر ساتنې او پراختیا یې ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل  چې په یادو ولایتونو کې د نیالګیو د تولید اندازه زیاته کړي او د ښې پایلو د ترلاسه کولو په موخه دې ونې پیوند کړي.
د کرنې وزیر دغه راز د ولایتونو د کرنې ریاستونه د هېواد د کروندګرو او مالدارانو د خدمت مسوول وبلل او له هغوی یې وغوښتل، چې د اړوندو ولایتونو د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو د هواري لپاره په خپل ټول توان سره هڅې وکړي.

دیدار وزیر زراعت با روسای زراعت ولایت‌های نورستان، پکتیا و کنر
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با روئسای زراعت ولایت‌های کنر، نورستان و پکتیا دیدار کرده و مشکلات، پیشنهادات و نظریات شان را استماع نمود.
وزیر زراعت در جریان دیدار با مولوی سلیمان ایمن رییس زراعت نورستان، مولوی شیرآقا پیر حبیب الرحمن رییس زراعت کنر و مولوی عبدالروف سعید رییس زراعت پکتیا گزارش کارکردها و دستاورد های شان را استماع نموده و تاکید بر حفاظت و توسعه  جنگلات کرد  و همچنان از آنها خواست تا میزان تولید نهال را در قوریه‌های ولایت ذکر شده بلند ببرند و جهت دستیابی به مفاد بهتر درختان را پیوند نمایند.
وزیر زراعت همچنان از ریاست‎های زراعت ولایات به حیث مسوولین خدمت رسانی به دهقانان و مالدارن کشور یاد کرده و از آنها خواست تا با تمام توان تلاش نمایند تا مشکلات دهقان و مالداران را در ولایت‌های مربوطه حل نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت