د کرنې وزیر د ملي پراختیا شرکت له رییس سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۵:۲۲
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با عبدالرحمان عطاش رئیس شرکت انکشاف ملی ملاقات نمود.


۲۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نن د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رییس انجنیر عبدالرحمن عطاش سره وکتل.
په دې کتنه کې د قوش تېپې کانال د پرمختګ، د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو او د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د خړوبولو په اړه خبرې وشوې.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې وزیر وویل:"دقوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې حاصلخیزې دي او دغو ځمکو ته د اوبو رسولو او د فرعي کانالونو د جوړولو په برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده."
 دغه راز ښاغلی عمري د کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو د طرحې د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، چې له مخې به يې د قوش تېپې کانال شوخوا څخه ګټه پورته شي او د کرنې او مالدارۍ فارمونه به په کې جوړ شي.
ورپسې د ملي پراختیا شرکت رییس د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د کانال چارې  ۲۰۸ کیلومترو ته رسېدلي دی او زیاته یې کړه، چې د یوه کال په موده کې به د فاریاب اندخوی ولسوالیو ته ورسېږي او دکرنې وزیر  وړاندیزونه به عملي کړي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس شرکت انکشاف ملی
۲۷ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با عبدالرحمان عطاش رئیس شرکت انکشاف ملی ملاقات نمود.
در این دیدار در مورد پیشرفت کار ساخت  کانال قوش تپه، ایجاد کمپلکس‌های زراعتی و آبیاری زمین‌های اطراف کانال صحبت گردید.
در این دیدار  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت گفت" که دشت‌های اطراف کانال قوش تپه  حالا حاصل‌خیز است و نیاز است که روی توسعه و  رساندن آب به این زمین‌ها و احداث کانال‌های فرعی بیشتر کار صورت گیرد".
 همچنان آقای عمری از تهیه طرح ایجاد کمپلکس‌های زراعتی سخن زده  گفت که می‌شود از آن در ماورای اطراف کانال قوش تپه استفاده صورت گیرد و فارم‌های زراعتی و مالداری در آن ساخته شود.
بعدآ عبدالرحمان عطاش رئیس شرکت انکشاف ملی در مورد پیشرفت کارها معلومات ارائه نموده از رساندن کار کانال به ۲۰۸ کیلومتر سخن زده و افزود" تا یک سال آینده کار ساخت کانال به ولسوالی‌های اندخوی فاریاب خواهد رسید و پیشنهادات شما را در عمل پیاده خواهیم  نمود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت