د کرنې وزیر د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ خونې له مسئولینو سره وکتل 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۲۷
د کرنې وزیر د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ خونې له مسئولینو سره وکتل 

۳ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري،  فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ او د کرنې او مالدارۍ خونې له مسئولینو سره وکتل.  
په دې ناسته کې سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ودې لپاره د اسلامي امارت پر نویو پروګرامونو خبرې اترې وشوې. 
د کرنې وزیر په دې ناسته کې وویل: «زموږ موخه ستاسو خدمت کول او د خلکو اقتصاد پیاوړی کول دي. د خلکو یو اساسي شکایت دا دی، چې کورني محصولات مناسب بازار نه لري. په همدې موخه، د اسلامي امارت په اقتصادي غونډو کې ځینې پرېکړې شوې دي».
نوموړي زیاته کړه، چې د وروستیو پرېکړو له مخې باید سړې خونې جوړې شي او غیرفعاله سړې خونې د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا فعاله شي. همدارنګه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله امر کړی، چې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دې یو څه ځمکې خلکو ته په واک کې ورکړل شي.
د ناستې په دوام د کرنې وزیر څرګنده کړه، چې د بهرنیو چارو وزیر د عربي هېوادونو، چین او هند له مسئولینو سره په کتنو کې د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د نویو بازارونو جوړولو په اړه اغېزمنې خبرې کړې دي.
هغه له سوداګرو وغوښتل، چې نیمایي پانګه د صادراتو لپاره ځانګړې کړي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي. نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان سوداګر باید د «اقتصادي مجاهدینو» په توګه د پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې په لاره کې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د فراه ولایت سوداګرو هم خپلې ستونزې د برېښنا د کمښت او د پانګونې لپاره د ځمکې اړتیا په اړه وړاندې کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه. د کرنې وزیر په ځواب کې وویل، چې د ځمکې موضوع اړوندو ریاستونو ته سپارل کېږي او په نږدې راتلونکي کې د فراه په ګډون ټولو ولایتونو، ته برېښنا برابرېږي.

دیدار وزیر زراعت با مسئولان اتاق‌های زراعت و مالداری و  صنعت و تجارت ولایت فراه
۳ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر خود به ولایت فراه با مسئولان اتاق‌های زراعت و مالداری و صنعت و تجارت  این ولایت دیدار کرد. 
در این نشست، برنامه‌های جدید امارت اسلامی برای فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر به تجار و ارتقای صادرات محصولات زراعتی مورد بحث قرار گرفت.
وزیر زراعت در این نشست گفت: «هدف ما خدمت به شما و تقویت اقتصاد مردم است. یکی از شکایات اساسی مردم این است که محصولات داخلی بازار مناسب ندارند. به همین منظور، تصمیم‌هایی در جلسات اقتصادی امارت اسلامی اتخاذ شده است.»
او افزود که بر اساس تصمیمات اخیر، مراکز سردخانه‌ای باید ایجاد و سردخانه‌های غیر فعال، با همکاری سکتور خصوصی، دوباره فعال شوند. همچنین، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دستور داده‌اند که زمین‌هایی برای توسعه فعالیت‌های اقتصادی در اختیار مردم قرار گیرد.
وزیر زراعت در ادامه تصریح کرد که وزیر امور خارجه، در دیدارهایی با مسئولان کشورهای عربی، چین و هند، برای ایجاد بازارهای جدید جهت صادرات میوه و محصولات زراعتی افغانستان مذاکرات مؤثری داشته است.
وی از تجار خواست که نیمی از سرمایه‌های خود را به صادرات اختصاص داده و نقش مؤثری در تقویت اقتصاد کشور ایفا کنند. او تأکید کرد که تجار افغان باید همچون « مجاهدین اقتصادی » در راستای پیشرفت و خودکفایی اقتصادی تلاش نمایند.
در همین حال تجار ولایت فراه نیز مشکلات شان را از کمبود برق و نیاز به زمین برای سرمایه‌گذاری بیان کرده و خواستار همکاری شدند که  وزیر زراعت در پاسخ اعلام کرد که موضوع زمین به ریاست‌های مربوطه ارجاع می‌شود و برق به تمامی ولایات، از جمله فراه، در آینده نزدیک تأمین خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۷
Background image

هلمند کې ۵۵ بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۵۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر سره د همکاریو پر پراخولو خبرې وکړې

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې "اف اې او" مشر ریچارډ سره د قرغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پکتیا ځاځي‌اریوب ولسوالی سپینې شګې سیمې څخه د اختر درېیو ورځو کې شاوخوا ٣۵٠ زره سیلانیانو لیدنه کړې

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځاځي‌اریوب ولسوالی سپينې شګې تفريحي سیمې ته د لوی اختر لومړۍ ورځې څخه تر دې. . .

بازگشت