د کرنې وزیر د غور ولایت والي سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۶:۲۱
د کرنې وزیر د غور ولایت والي سره وکتل


۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د غور ولایت له والي ملا احمدشاه دین دوست او د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي غلام محمد کاظم سره وکتل او د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ وضعیت او د اوبو مدیریت په اړه یې خبرې وکړې.
مولوي عطاالله عمري د غور له والي څخه وغوښتل، چې د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او د غور ولايت د کرنې له مسوولينو سره همکاري وکړي څو د کورنيو لپاره د عايد د پيدا کولو لاره هواره او پیاوړی شي.
دغه راز ښاغلی عمري د دغه ولايت د مالدارۍ او کرنې  دوديز سیسټم څخه په عصري ميتود باندې د بدلون ټينګار وکړ او ویې ویل:« د سوداګرو او پانګوالو د پام جلبولو په موخه په دغه ولایت کې د انجط په څېر ارزښتناکو بوټو ته وده ورکړئ او په دې ولایت کې د غواګانو او نورو حیواناتو نوي نسلونه روزئ».
د غور ولايت والي ملا احمدشاه دين دوست د کرنې له وزير څخه وغوښتل، چې د دغې لرې پرتې ولايت د کرنې ودې او پراختيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د غور والي په یوه جلا کتنه کې، چې ددې ولايت د کرنې رییس هم شتون درلود د کرنې وزارت له مالي او اداري معین مولوي فضل الباري فضلي سره هم وکتل او د غور ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د غور ولایت د افغانستان یو له مرکزي ولایتونو څخه دی، چې کرنه او مالدارۍ یې عمده اقتصادي چارې دي.

دیدار وزیر زراعت با والی ولایت غور
۳۱ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با ملا احمد شاه دین دوست والی ولایت غور و مولوی غلام محمد کاظم  رییس زراعت آن ولایت دیدار کرده و روی  زراعت، مالداری و مدیریت آبیاری در این ولایت گفتگو کرد.
مولوی عطاء الله عمری از والی ولایت غور خواسته در سکتور زراعت و مالداری این ولایت توجه کننده و همراه مسوولان زراعت ولایت غور همکاری نمایند تا  راه در آمدزایی برای خانواده را تقویت یابد.
هم‌چنان عمری به تغییر مالداری و زراعت از شیوه سنتی به شیوه عصری آن در این ولایت تاکید کرده گفت:« نباتات پر ارزش مانند هنگ را در این ولایت ترویج دهید تا جلب توجه تجاران و سرمایه گذاران شود. نسل های جدید گاو و حیوانات دیگر را در این ولایت پرورش دهید».
ملا احمد شاه دین دوست والی ولایت غور از وزیر زراعت خواسته است تا در زمینه رشد و انکشاف این ولایت دور افتاده توجه خاص نمایند.
در همین حال والی ولایت غور در یک دیدار جداه گانه با  حضور داشت رییس زراعت غور  با مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت نیز دیدار کرده و پیرامون حل مشکلات دهقانان و مالدارن ولایت غور بحث و تبادل نظر کردند.
ولایت غور از ولایت‌های  مرکزی افغانستان است که زراعت و مالداری عمده‌ترین فعالیت‌های اقتصادی ولایت غور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت