د کرنې وزیر د غزني له امنیه قومندان سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۳/۱۹ - ۹:۲۵
د کرنې وزیر د غزني له امنیه قومندان سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د غزني ولایت له امنیه قوماندان مخدوم عالم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د غزني امنيه قوماندان د کرنې وزير ته په غزني ولايت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو دبېرته راګرځولو په موخه د کميسيون د فعاليتونو په هکله معلومات ورکړل او ويې ويل چې په بېلابېلو سيموکې په زرګونو جريبه ځمکه له غاصبينو څخه بېرته ترلاسه شوې ده  او زرګونه جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
په همدې حال کې، د کرنې وزیر د دغه ولایت له کرنې ریاست سره د غزني د امنیه قوماندانۍ د همکاریو قدرداني وکړه.
همدارنګه په جلا جلا ناستو کې د کرنې وزیر د اسلامي امارت له مفتي؛ مفتي عبدالودود دیوبندي، د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري معاونیت د دفتر له اداري مرستیال مخدوم احمد او لسګونو هېوادوالو سره وکتل د دوی ستونزې یې واورېدې ترڅنګ یې د دوی عریضې هو کتل. 
د کرنې وزیر د ستونزو له اورېدو وروسته د مراجعینو د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دیدار وزیر زراعت با قومندان امنیه غزنی

مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و  مالداری در دفتر کارش با مخدوم عالم قوماندان امنیه ولایت غزنی دیدار کرد.
در این دیدار  قوماندان امنیه ولایت غزنی در مورد فعالیت‌‌های هئیت جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی در ولایت غزنی به وزیر زراعت معلومات داد و اظهار داشت که به هزاران جریب زمین در مناطق مختلف از نزد غاصبان پس‌ گرفته شده و از غصب هزاران جریب زمین دیگر جلوگیر شده‌است. 
وزیر زراعت از همکاری‌های قوماندانی امنیه غزنی با اداره زراعت آن ولایت قدردانی نمود.
همچنان وزیر زراعت در دیدارهای جداگانه با مفتی عبدالودود دیوبندی مفتی امارت اسلامی، مخدوم احمد سکرتر معاونیت اداری ریاست‌الوزراء امارت اسلامی و ده‌ها  تن از شهروندان کشور ملاقات نموده و مشکلات ‌شان را استماع و عرایض شأن را ملاحظه کرد. 
وزیر زراعت پس از استماع مشکلات هدایت لازم را به مسوولان مربوطه جهت حل مشکلات مراجعین سپرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت