د کرنې وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۳:۵۶
د کرنې وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل


۳۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره د خپل کار په دفتر کې د کتنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترکیې سفیر ته د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکې په برخو کې کاري فرصتونه وړاندې کړل او په دغو برخو کې یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه لکه؛ د تازه مېوو د معياري وچولو، د لبنياتو او حيواني غوښې د توليد زياتوالى، د څاڅکو اوبولګولو د سيستم د لا پراختيا او ترویج، له ځنګلونو او طبيعي زېرمو څخه د اغېزمنې استفادې او د هېواد د اراضۍ د تنظیم په برخه کې اړتیاوې څرګند او په یادو برخو کې د ترکيې سره د همکارۍ او ګډ کار غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ترکیې سفیر د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره د فرصتونو یادونه وکړه او له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته د ترکیې د لېوالتیا په هکله خبرې وکړې.
د ترکیې سفیر د افغان بزګرانو لپاره د سبو د کرکیلې، اوبولګولو، سرې ورکولو او د کرنیزو محصولاتو د قرنطین په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو په تړاو هم د همکارۍ اعلان وکړ او دغه راز د جغرافیایي معلوماتو د سیستم او له لرې واټن څخه د اټکل کولو او د کرنیزو ځمکو څارنې په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو دائرولو او د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د علمي تجربو شریکولو په هکله هم خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او د کرنې وزارت ویاند مولوی مصباح الدین مستعین او دکرنې وزارت حقوقي سلاکار ډاکټر بشیر احمد پيام هم حضور درلود.
ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره همکاري کړې ده.

دیدار وزیر زراعت با سفیر ترکیه 
۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با جنک اونال سفیر کشور ترکیه در کابل دیدار و پیرامون انجام همکاری‌های مشترک میان دو کشور در بخش زراعت، آبیاری و مالداری گفتگو کرد.
در این دیدار مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت فرصت‌های کاری در سکتورهای زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و اراضی افغانستان را به  سفیر کشور ترکیه بیان کرده و خواستار همکاری و کار مشترک میان افغانستان و کشور ترکیه  در آن ‌بخش‌ها  شد.
وزیر زراعت پیرامون نیازمندی‌های افغانستان در بخش‌های چون؛ خشک نمودن معیاری میوه‌های تازه، افزایش‌دهی تولید محصولات لبنی و گوشت حیوانات، ترویج بیشتر سیستم آبیاری قطره‌ای، استفاده موثر از جنگلات و منابع طبیعی و تنظیم ارضی کشور بیان نموده خواستار همکاری و کار مشترک با کشور ترکیه در آن بخش‌ها شد.
در همین حال سفیر کشور ترکیه فرصت‌های موجود جهت رشد افغانستان و پیشرفت افغانستان یاد آوری کرده و علاقمندی ترکیه جهت توسعه همکاری‌ها با افغانستان سخن زد.
سفیر ترکیه در رابطه به  فراهم سازی دورهای آموزشی در بخش‌های کشت سبزیجات، آبیاری، کود دهی و  قرنطین محصولات زراعتی برای دهاقین افغانستان نیز اعلام آماده گی کرده همچنان از برگزاری برنامه‌های آموزشی در بخش سیستم‌های معلومات جغرافیای و سنجش از راه دور و تعقیب زمین‌های زراعتی و شریک سازی تجارب علمی در بخش زراعت میان متخصصین دو کشور نیز سخن زد.
دراین دیدار مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر، مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت و داکتر بشیر احمد پیام مشاور حقوقی مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.
ترکیه از جمله کشور‌های است که پس از حاکمیت امارت اسلامی افغانستان بر کشور در بخش‌های مختلف با امارت اسلامی  افغانستان همکاری نموده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ماليې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کورډیډ مؤسسې په مالي او د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې «آر،آر،اې،اې». . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی. . .

بازگشت