د کرنې وزیر د اقتصاد وزارت له مرستیال او د بدخشان له مرستیال والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲۶
د کرنې وزیر د اقتصاد وزارت له مرستیال او د بدخشان له مرستیال والي سره وکتل


۳۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد عالم جمیل او د بدخشان ولایت له مرستیال والي قاري احمد طیب سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې د فرصتونو د برابرولو، کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازار موندنې، د کرنې او اقتصاد وزارت ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او دغه راز د بدخشان ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت د برنامو په اړه خبرې وکړې او د بدخشان مرستیال والي ته یې ډاډ ورکړ چې سږ کال به د کرنې وزارت له خوا د بدخشان په ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې ډېرې پروژې پلې شي.

دیدار وزیر زراعت با معین وزارت اقتصاد و معاون  والی ولایت بدخشان 
۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مولوی محمد عالم جمیل معین مالی و اداری وزارت اقتصاد و قاری احمد طیب، معاون والی ولایت بدخشان دیدار کرد.
در این دیدار پیرامون فراهم سازی زمینه‌های سرمایه گذاری در سکتورهای زراعت، آبیاری و مالداری و سایر سکتورها، بازاریابی برای محصولات زراعتی و مالداری، ایجاد هماهنگی میان وزارت زراعت و وزارت اقتصاد و همین گونه حل مشکلات دهقان و مالدارن ولایت بدخشان گفتگو صورت گرفت.
در این دیدار وزیر زراعت از برنامه‌های وزارت زراعت در بخش‌های مختلف سخن زده و به معاون والی بدخشان اطمینان داد که در سال جاری پروژهای زیادی در بخش‌های زراعت، آبیاری و مالداری در آن ولایت از سوی وزارت زراعت تطبیق خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت