د کرنې وزیر د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۴۲
د کرنې وزیر د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له رییس سره وکتل

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ایران او افغانستان د ګډې کنسرسیوم له رییس ښاغلي هاموني او د اسلامي آزاد پوهنتون څخه د هغوی له همکارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه او خبرې وکړې.
مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د ګډو کنسرسیوم مشر له افغانستان څخه د یو شمېر مېوو په صادراتو خپل لېوالتیا څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

وزیر زراعت زراعت با ریس کنسرسیوم مشترک افغانستان و ایران دیدار کرد 
۲۲ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با  آقای هامونی ریس کنسرسیوم مشترک ایران و افغاستان و همکاران شان از پوهنتون آزاد اسلامی دیدار کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون تقویت روابط تجاری، صادرات محصولات زراعتی و  فراهم سازی سهولت برای سرمایه گذاری تجار دو کشور بحث و تبادل نظر کردند.
مولوی عطاءالله عمری با تاکید بر گسترش همکاری‌ها در بخش زراعت و مالداری خواستار افزایش صادارات و واردات محصولات زراعتی و مالداری بین دو کشور شد.
در این دیدار رییس کنسرسیوم مشترک افغانستان و ایران علاقمندی اش را مبنی بر صادارت برخی از میوه های افغانستان ابراز کرده و همچنان بر تقویت روابط تجاری میان دو کشور تاکید کرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت