د کرنې وزیر د «پارسا» موسسې له مشرې سره وکتل

content_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۲/۲۹ - ۱۵:۲۵
د کرنې وزیر د «پارسا» موسسې له مشرې سره وکتل

۲۸ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې د «پارسا» موسسې مشرې لوریین هارټمن « Lorraine Hartman» سره وکتل.
په دې لیدنه کې د «پارسا» موسسې مشرې لوریین هارټمن د کرنې وزیر ته وویل، د «پارسا» موسسې په پام کې لري، چې د شنوخونو د جوړولو له لارې یوشمېر مېرمنو ته د سوداګریزو فعالیتونو زمینه برابره کړي. هغه دغه راز وویل، یاده موسسه په پام کې لري، چې د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ په برخه کې د یوشمېر بزګرانو ملاتړ هم وکړي.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، دکرنې او سوداګرۍ په برخو کې مېرمنو ته د کاري زمینو برابرولو په پار د «پارسا» موسسې د پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې افغانستان غوره کرنیز محصولات لري، خو د دغو محصولاتو د بسته بندۍ، بازارموندې او ترڅنګ یې سوداګریزو اسانتیاو ته د مېرمنو د لاس رسي په برخه کې باید ډېر کار ووشي.
دکرنې وزیر وویل، چې د افغانستان کرنیز محصولات باید معیاري او ددې توان پیدا کړي، چې له بهره واردشویو محصولاتو سره سیالي وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت