د کرنې وزیر: « د هېواد آبادي خصوصي سکتور پورې تړلې ده»

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۴۳
د کرنې وزیر: « د هېواد آبادي خصوصي سکتور پورې تړلې ده»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې له رئیس خان محمد فروتن او یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې وویل: « د هېواد آبادي خصوصي سکتور پورې تړلې ده.»
د کرنې وزیر زیاته کړه: « په هغو هېوادونو کې چې ښه اقتصاد لري، خصوصي سکتور له دولت سره په همغږۍ کې فعالیت کوي او د اقتصاد د پراختیا لامل کېږي. زموږ سوداګر هم باید د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي، ځکه چې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.»
نوموړي ټینګار وکړ: « که سوداګر پانګې ته اړتیا ولري، موږ د کرنې د پراختيا له صندوق څخه پور ورکوو او که ځمکې ته اړتیا ولري، موږ ورته ځمکه هم ورکوو. د پانګونې او اقتصادي ودې اساسي اصل د خصوصي سکتور فعالیت دی، چې باید پیاوړی شي.»
په ورته وخت کې، د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان محمد فروتن وویل: « د کرنې خونه باید له کرنې وزارت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ کې داخلي او نړیوال سوداګر سره ونښلوي، کورنیو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي او کرنې وزارت د کرنیز سکتور ملاتړ وکړي.»
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر او د کرنې خونې مسؤلینو د هګیو تولیدي چرګانو، بڼوالۍ پراختیا، سوداګرۍ او صادراتو پیاوړتیا، پانګوالو ته د ځمکې برابرولو، د مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

وزیر زراعت: «سازندگی کشور وابسته به سکتور خصوصی است»
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با خان محمد فروتن رئیس اطاق زراعت و مالداری و شماری از تاجران گفت: «سازندگی کشور وابسته به سکتور خصوصی است».
وزیر زراعت افزود: «در بسیاری از کشورهایی که اقتصاد خوب دارند، سکتور خصوصی در هماهنگی با دولت فعالیت کرده و باعث رشد اقتصاد آن کشورها شده است. تاجران ما نیز باید در سازندگی کشور سهم بگیرند؛ زمینه برای سرمایه‌گذاری فراهم است».
وی همچنین تصریح کرد: «اگر تاجران نیاز به سرمایه داشته باشند، ما از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعت برای‌شان قرضه فراهم می‌کنیم، و در صورت نیاز به زمین، زمین در اختیارشان قرار می‌دهیم. اصل مهم در سرمایه‌گذاری و رشد اقتصاد، فعالیت سکتور خصوصی است که باید تقویت شود».
در همین حال، خان محمد فروتن رئیس اطاق زراعت و مالداری گفت: «اطاق زراعت باید در هماهنگی با وزارت زراعت و وزارت تجارت، تاجران ملی و بین‌المللی را به هم وصل کند، محصولات داخلی بازاریابی شود و وزارت زراعت از سکتور زراعت حمایت کند».
همچنین در این دیدار، وزیر زراعت و مسئولان اطاق زراعت و مالداری درباره انکشاف صنعت مرغ‌پروری (مرغ تخمی)، توسعه باغداری، تقویت تجارت و صادرات، فراهم‌سازی زمین به سرمایه‌گذاران، ایجاد سردخانه‌ها برای نگهداری میوه و سبزیجات بحث و تبادل نظر کردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت