د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت کندز برای بررسی کاهش نرخ پنبه

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، په مشرۍ کندز ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوی د خبر سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد سره وکتل او د پختې د نرخ د ټیټوالي موضوع یې ورسره شریکه کړه. په دغه لیدنه کې د اړوندو ادارو، بزګرانو او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو، تر څو د ستونزو د دقیقې ارزونې او د حل لارو د موندلو زمینه برابره شي.
وروسته، د کرنې وزارت د پلاوی په حضور او د مولوي نیاز محمد عابد په مشرۍ، د پختې د پروسس کوونکو په ګډون، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د بزګرانو څخه د پختې د پېر او راټولولو بهیر، د پروسس مرحلې، بازار ته د انتقال څرنګوالی او د بیو د ټیټوالي عمده عوامل تر بحث لاندې ونیول.
سربېره پر دې، د کرنې وزارت پلاوی د کندز ولایت د صنایعو او کانونو خونې او د کرنې او مالدارۍ خونې له چارواکو سره هم وکتل او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي او د پختې د بازار د پیاوړتیا لپاره یې عملي حللارې وڅېړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت