د کرنې وزارت پلاوي په چین کې د کرنیزو ماشینونو له فابریکو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۷
د کرنې وزارت پلاوي په چین کې د کرنیزو ماشینونو له فابریکو څخه لیدنه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزارت پلاوی، چې د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسۍ جوړونې په نړۍوال سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته تللی، په چین کې د کرنیزو ماشینونو له فابریکو او د مېوو اوسبو د پروسس او بسته بندۍ له شرکتونو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ددغې لیدنې په ترڅ کې د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندۍ شرکتونو له بېلابېلو څانګو او همدارنګه د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د تولید او بسته بندۍ له فابریکو څخه لیدنه وکړه او د یاد شرکتونو له چارواکو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

بازدید هیئت وزارت زراعت از فابریکه‌های ماشین آلات زراعتی در کشور چین
۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به منظور اشتراک در سمینار بین الملی پالیسی سازی زراعتی یک راه و یک کمربند به کشور چین سفر کرده اند از فابریکه‌های ماشین‌آلات زراعتی و شرکت‌های پروسس و بسته بندی میوه جات و سبزیجات در آن کشور بازید به عمل آوردند.
در جریان این بازید هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بخش‌های مختلف شرکت‌های پروسس و بسته بندی سبزیجات و میوه جات و همچنان فابریکه‌های تولید و بسته بندی وسایل و ماشین آلات زراعتی دیدن کرده و خواستار همکاری و سرمایگذاری مسوولان آن شرکت ها با افغانستان شدند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت