د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت د تضمین له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۳۰
د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت د تضمین له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت د تضمین له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه او په یوه تخنیکي ناسته کې یې ګډون وکړ.
په دې لیدنه کې د کیفیت د کنټرول سیستمونه، د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معیاري کول په هر اړخیز ډول وڅېړل شول. د یاد مرکز چارواکو خپلې چارې د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ تشریح کړې او د خوړو د کیفیت او خوندیتوب په تضمین کې یې د دې مرکز رول مهم وباله.
د تخنیکي ارزونې له مخې، په دې مرکز کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تحلیل د فزیکي، کیمیاوي او مایکروبیولوژیکي طریقو له لارې ترسره کېږي. همدارنګه د پاتې شونو د تشخیص لپاره له پرمختللو سیستمونو لکه کروماتوګرافي «اچ‌پيال‌سي» او «جي‌سي» او نورو دقیقو لابراتواري وسایلو څخه کار اخیستل کېږي، چې د زیانمنو موادو لکه د آفت ضد درملو او درنو فلزاتو اندازه په لوړه دقت سره معلوموي.
همدارنګه په دې مرکز کې د کیفیت د تضمین لپاره معیاري پروتوکولونه د «آی‌اس‌او» په معیارونه او نړۍوال اصول لکه Codex Alimentarius  پلي کېږي، چې په نړۍوالو بازارونو کې د صادراتي محصولاتو د منلو لپاره بنسټیز اهمیت لري.
د ناستې په ترڅ کې دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د کیفیت د کنټرول سیستمونو د پیاوړتیا او د لابراتواري ظرفیتونو د لوړولو په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې. همدارنګه د صادراتو د پراختیا په موخه د معیاري تصدیق سیستمونو پر پلي کېدو او د مسلکي کارکوونکو پر روزنه ټینګار وشو، او روسي لوري د لا زیاتو همکاریو لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.


بازدید هیئت وزارت زراعت از مرکز تحقیقاتی تضمین کیفیت محصولات زراعتی و مالداری در روسیه
۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، از مرکز تحقیقاتی تضمین کیفیت محصولات زراعتی و مالداری در فدراسیون روسیه بازدید کرده و در یک نشست تخنیکی اشتراک نمود.
در این دیدار سیستم‌های کنترول کیفیت، مصونیت غذایی و معیاری‌سازی محصولات زراعتی و مالداری به‌گونه همه‌جانبه مورد بررسی قرار گرفت. مسوولان این مرکز، فعالیت‌های خود را بر اساس تجهیزات پیشرفته لابراتواری و معیارهای بین‌المللی تشریح کرده و نقش آن را در تضمین کیفیت و مصونیت مواد غذایی برجسته ساختند.
بر بنیاد ارزیابی تخنیکی، تحلیل محصولات زراعتی و مالداری در این مرکز از طریق روش‌های فزیکی، کیمیاوی و مایکروبیولوژیکی انجام می‌شود. همچنان برای تشخیص باقی‌مانده‌ها، از سیستم‌های پیشرفته مانند کروماتوگرافی (HPLC و GC) و سایر وسایل دقیق لابراتواری استفاده می‌گردد که میزان مواد مضره از جمله ادویه‌های ضد آفات و فلزات سنگین را با دقت بلند تعیین می‌کند.
همچنان، در این مرکز برای تضمین کیفیت، پروتوکول‌های معیاری (استانداردهای ISO) و اصول بین‌المللی مانند Codex Alimentarius تطبیق می‌گردد که برای پذیرش محصولات صادراتی در بازارهای جهانی اهمیت اساسی دارد.
در جریان نشست، دو طرف در مورد گسترش همکاری‌های تخنیکی، تقویت سیستم‌های کنترول کیفیت و بلندبردن ظرفیت‌های لابراتواری بحث‌های مفصل انجام دادند. همچنان روی تطبیق سیستم‌های تصدیق معیاری به‌منظور توسعه صادرات و آموزش کارمندان مسلکی نیز تأکید صورت گرفت و جانب روسی آمادگی خود را برای همکاری‌های بیشتر اعلام کرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د نباتي قرنطین او د آفتونو د کنټرول له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې. . .

بازگشت