د کرنې وزارت پلاوي په ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۱:۵۵
د کرنې وزارت پلاوي په ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ازبکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې د مسوولینو په حضور کې په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره د افغانستان په سفارت کې وکتل. 
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ازبکستان کې مېشتو افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي. «په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او جلالتمآب امیرالمؤمنین حفظه الله له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ امر صادر کړی، نو راشئ او په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ او که کومه ستونزه لرئ، له موږ سره یې شریکه کړئ، تر څو د حل په پار یې اساسي ګامونه پورته کړو.»
په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن هم په دې ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک ته اشاره وکړه او له افغان سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې په دې ناسته کې په ازبکستان کې مېشتو افغان سوداګرو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې مطرح کړل او په دې برخه کې یې د افغانستان اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر عثماني او په ازبکستان کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر له خوا دوی سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

دیدار هیئت وزارت زراعت با تجار افغانستان مقیم در کشور ازبکستان 
۱ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی به ازبکستان با حضور مسوولان اتاق زراعت و مالداری کشور با شماری از تجار افغانستان مقیم کشور ازبکستان در سفارت افغانستان در آن کشور دیدار کردند.
در این دیدار مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت اطمینان هرنوع همکاری را به تجارافغانستان مقیم کشور ازبکستان سپرده و از آن‎ها خواست که در داخل کشور سرمایه گذاری نمایند" در افغانستان امنیت کامل تامین گردیده است و عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان حمایت از سکتور خصوصی را صادر کرده است پس بیاید در داخل کشور خود سرمایه گذاری کنید و اگر مشکلاتی دارید با ما شریک نماید تا ما جهت حال آن گام‌های اساسی را برداریم".
در همین حال خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان نیز در این دیدار از عقد تفاهم نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان یاد کرده و خواستار سرمایه گذاری تجار افغانستان در داخل  کشور شد.
در عین حال در این دیدار تجار افغانستان مقیم کشور ازبکستان نظریات، پیشنهادات و مشکلات‌شان را بیان کرده و خواستار همکاری امارت اسلامی افغانستان در آن بخش شدند که از سوی مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و سکرتر اول سفارت افغانستان در کشور ازبکستان برایشان اطمینان همکاری سپرده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت