د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار د کرنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۲:۳
د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار د کرنې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

۱۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د جیودیزي او کدستر د رییس په مشرې راغلي پلاوي چې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد یې ملتیا کوله د مالدارۍ له کلنیک او څېړنیز فارم له بېلابېلو برخو، کړنو او روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې راغلي پلاوي ته د کرنې ریاست د مالدارۍ کلنیک، تشخیص، درملنې او د څېړنیز فارم کې د غله جاتو، سبو، دتخمونو پاک کارۍ ، دغنمو مورني تخم تولید زیاتوالي او ګڼو نورو برخو کې معلومات ورکړل.
د کدستر رییس مولوي سعیدالرحمن مظهري وویل په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کړنې د اصولو او دافغانستان اسلامي امارت د تګلارو مطابق روانې دي،  چې بزګرانو، مالدارانو او په ټوله کې د ننګرهار ولسونو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.
مظهري د سویابینو، مېوو د پروسس او د ۱۹ ټنه غنمو د مورني تخم تولید خوښي وښود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت