د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له کوه‌کران څېړنیز فارم څخه لېدنه وکړه او د هغه د فعالیتونو څارنه یې وکړه.
د فارم چارواکو د لېدنې پر مهال، د خپلو لاسته راوړنو او څېړنیزو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. د هغوی په وینا، یاد فارم د کندهار ښار په دننه کې پر ۳۰ جریبه ځمکه جوړ شوی او تر اوسه یې د سبو، غلو دانو او مېوو په برخو کې اغېزمنې څېړنې ترسره کړې دي.
چارواکو زیاته کړه، چې په دې فارم کې د مېوو شپږ ملي ټولګې شته، چې انار، شفتالو، الو، انځر او انګور پکې شامل دي، او د هغوی پایلې ډېرې د قناعت وړ دي. همدارنګه، بزګرانو، بڼوالو او د کندهار پوهنتون زده کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.
د کرنې وزارت ویاند د لېدنې پر مهال، د فارم د کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کرنیزو څېړنو پراختیا او په دې برخه کې د پانګونې هڅونه ډېره مهمه ده.


بازدید سخنگوی وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی کوه‌کران ولایت کندهار
۱۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی شیر محمد حاتمی، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت کندهار از فارم تحقیقاتی کوه‌کران این ولایت بازدید و از چگونگی فعالیت‌های آن نظارت کرد.
در این بازدید، مسئولان فارم درباره دستاوردها و فعالیت‌های تحقیقاتی خود معلومات ارائه کردند. به گفته‌ی آنان، این فارم  در داخل شهر کندهار و در مساحت ۳۰ جریب زمین اعمار شده و تاکنون تحقیقات مؤثری در بخش سبزیجات، غله‌جات و میوه‌جات انجام داده است.
مسئولان افزودند که در این فارم شش کلکسیون ملی میوه شامل انار، شفتالو، آلو، انجیر و انگور وجود دارد که نتایج بسیار خوبی به همراه داشته است. همچنین برای دهقانان، باغداران و محصلان پوهنتون کندهار زمینه آموزش‌های عملی فراهم گردیده است.
سخنگوی وزارت زراعت در جریان بازدید، از تلاش‌های کارمندان فارم قدردانی کرده و بر گسترش تحقیقات زراعتی و تشویق سرمایه‌گذاری در بخش زراعت تأکید نمود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت