د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر د اصلاح شویو تخمونو په وېش سره، د غنمو حاصلات ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۴:۵۶
د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر د اصلاح شویو تخمونو په وېش سره، د غنمو حاصلات ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتیږي

۱۸ لړم ۱۳۹۹
د کابل ولایت پر یوشمېر بزګرانو د مني موسم د کرکېلي په پار د ۳۵۹ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو د وېش لړۍ نن رسماً د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند اوسرپرست وزیر ډاکټرانوارالحق احدي اود کابل والي محمدیعقوب حیدري له خوا پیل شو.
د کابل پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو په وېش غونډه کې ښاغلی احدي وویل، چې سږکال د هېواد په کچه پر بزګرانو د غنمو ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. هغه وویل، چې ددغو تخمونو په وېش سره به د غنموحاصلات ۲۰تر۳۰ سلنه زیات شي. د کرنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې ددغو تخمونو په وېش سره په ټول هېواد کې ۲۸۰ زره بزګران په نېغه او ۱۴۰ زره بزګران په نانېغه توګه برخمن کیږي. ډاکټرانوارالحق احدي وایي « ددغو تخمونو په وېش سره د هېواد په کچه ۵۶ زره هکټاره ځمکه کې اصلاح شوي تخمونه کرل کیږي، چې په پایله کې یې د غنمو حاصلات ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتیږي.»
د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر دغه راز وویل، چې د بذري تخمونو له تولیدوونکو ټولنو د ۶۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه پېرل شوي او د وېش په پار ولایتونو ته استول شوي دي. د هغه په خبره، ۶۲۱ میلیونه افغانۍ یې د تخمونو د پېر لګښت او پاتې نور یې د لېږد لګښت دي. هغه وویل، چې دغه اصلاح شوي تخمونه د سبسایډي په بڼه د بزګرانو په واک کې ورکول کیږي. ددې لګښت ۴۰ سلنه د برخمنو شویو بزګرانو او ۶۰ سلنه نور یې دکرنې وزارت له خوا ورکول شوې ده.
د کرنې وزارت نوماند او سرپرست وزیر وویل، چې د غنمو یاد اصلاح شوي تخمونه د نړیوال بانک د مرستو له لارې چمتو او د کرنې وزارت د کرنې دودې او خوړو خوندیتوب پروژې له خوا وېشل کیږي.
انوارالحق احدي دغه راز زیاته کړه، چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش او افغانستان د غلو دانو په برخه کې پرځان بسیاکول، د دولت او د کرنې وزارت مهمې موخې دي. هغه وویل، چې د هېواد په کچه سږکال ۵.۱مټریک ټنه غنم تولید شوې ده او افغانستان دکال ۶.۴ مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري. ښاغلی احدي وویل، چې د اصلاح شویو تخمونو وېش او د غنمو د تولیداتو زیاتوالی د هغه مهمې برنامې دي.
په همدې حال کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل، چې د کرنې وزارت د ملاتړ او همکاریو په پایله کې، د کابل د بزګرانو پر ژوند مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. هغه له بزګرانو وغوښت، چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه دې اوړه او یا خرڅ نه کړي. ښاغلی حیدري وویل، چې ددغو تخمونو کرل د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي. محمدیعقوب حیدري وویل، چې د اصلاح شویو تخمونو کرل د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لري، هغه وویل «زه خپله ځمکه لرم او اصلاح شوي تخم مې کرلي دي، په توپیر یې پوهیږم.»
دغه راز دکابل ولایت د بزګرانو په استازيتوب، د کابل ولایت د چهاردهي سیمې یو تن بزګر میرآجان د اصلاح شویو تخمونو د پروخت وېش له امله د کرنې له وزارته مننه وکړه، او زیاته یې کړه، چې کرنه د یو هېواد بنسټ دی. هغه دغه راز د کرنې له وزارته وغوښت، چې د شاه توت د بند د بیارغونې او پر بزګرانو د کرنیزو درملو د وېش په پار دې ګامونه وچت کړي.
د چهارآسیاب ولسوالۍ یو تن بزګر خیرالله هم د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د پروخت وېش په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه. هغه وویل، چې دوی تر دې وړاندې له بازار څخه د غنمو تخم پېرل، خو حاصل یې د قناعت وړ نه و. هغه وویل، چې له اصلاح شویو تخمونو څخه په استفادې سره راتلوکی کال کې به یې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
دغه راز د فتوح کلا دسیمې یوتن بزګر عیدي محمد هم وویل «دا تخمونه ډېر ښه دي، پاک او اصلاح شوي دي، تر دې وړاندې مو چې له کومو تخمونو څخه ګټه پورته کول هر ډول غنم په کې و، خو اصلاح شوي تخمونه ښې پایلې لريي.»
د اصلاح شوي تخونو وېش له څو ورځو را په دې خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو له ډلې بامیان، پروان، پنجشېر بدخشان، هرات، لوګر، سرپل، کاپیسا او کابل کې پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت