د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس او ورسره مل پلاوی د هلمند دکرنې رییس سره وکتل 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۱:۰
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس او ورسره مل پلاوی د هلمند دکرنې رییس سره وکتل 

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاء الدین واقف، د عواید مدیر محمد همایون رحماني او د حواله جاتو مدیر  انجنیر ملک خان  هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د مالي او عایداتي چارو تر ارزونې وروسته د هلمند د کرنې رییس مولوي نظرمحمد صدیقي سره په داسې حال کې ناسته وکړه، چې ددې ادارې کفیل مولوي زین الله زاهد، مالي او اداري مدیر، اجرائیه مدیر او مالي کارمندانو هم حضور درلود.
د کرنې وزارت  د مالي او حسابي چارو رییس په هلمند کې د عایداتي سرچینو، د نوو سرچینو تشخیص او د اسیب پذیره عایداتي سرچینو له ارزونې وروسته د کرنې ریاست مسؤلینو ته یو لړ سپارښتتې وکړې.
نوموړي وویل: «داچې د مالیې محترم وزارت له لوري د هلمند کرنې ریاست ته د شاوخوا ١٤٢ میلیونه افغانیو د نقدي عوایدو راټولولو هدف ټاکلی دی، د کرنې ریاست اړونده مسؤلین باید وتوانیږي تر څو د موجوده منابعو څخه ټاکلی هدف پوره کړي.»
ښاغلي واقف همدارنګه وویل، چې د هلمند ولایت د کرنې ریاست د مالي او حسابي اسنادو او سوابقو په کتو سره یو شمیر مستاجرین باقیات لري چې ژر تر ژره باید یاد کسان خپل پاتې حسابونه ددې ادارې د وارداتو حساب ته تحویل کړي، هغه همدارنګه د مخابراتي شرکتونو، د دولتي ځمکو اجاره لرونکو او نورو هغو اشخاصو یادونه وکړه، چې ددې ریاست پوروړي دي او د قرارداد او اجاره خطونو مطابق یې خپل حسابونه نه دي تصفیه کړي د مالي کال له پای ته رسېدو څخه وړاندې باید خپل ټول باقیات د افغانستان بانک له لارې تحویل کړي .
د هلمند ولایت دکرنې رییس مولوي نظر محمد صدیقي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازم او بېړني اقدامات ترسره کوي، هغه همدارنګه د یو شمېر وړاندیزونو او غوښتنو یادونه وکړه او د چارو د بهبود او تقوې په موخه یې د کرنې وزارت مقام سره په کتبي ډول شریک کړل .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت