د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۹:۵۰
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کندز ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل او د بزګرانو پر ستونزو او د خلکو د اقتصادي ودې په اړه یې خبرې اترې وکړې.
ملا اغاجان اخند په دې کتنه کې وویل: «د کندز ولایت خلک د جهاد پر مهال ډېر زیانونه ګاللي، اوس د دې ولایت د جوړېدو وخت دی، موږ ټول باید پرته له توپیره د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلو، د بزګرانو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول داسې یوه پروسه ده، چې د بزګرانو په ګټه ده.»
په همدې حال کې د کندز ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وویل: «کندز د افغانستان یو له حاصلخیزو ولایتونو او د افغانستان کندو دی، د دغه ولایت ډېری کرنیز محصولات نورو ولایتونو ته صادرېږي.»
دغه راز د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د اضافي غنمو د راټولولو پروسه بیان او ویې وویل: «د کندز په ولایت کې له کروندګرو څخه له شپږ زره متریک ټنه څخه زیات اضافي غنم اخیستل کیږي او زېرمه کیږي او په بیړنیو، بحراني حالاتو او د غنمو د بیې د لوړېدو په وخت کې ترې کار اخیستل کېږي.»
ددغه ولایت کروندګرد کرنې لپاره د کافي اوبو له نشتوالي، د سرې او کرنې د لګښتونو لوړوالی، د ښه بازار له نشتوالي، د کرنیزو وسایلو له نشتوالي او د اصلاح شویو تخمونو پر وخت د نه وېش له امله شکایت وکړ او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې خلکو سره مرستې او همکاري وکړي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با شماری از دهاقین ولایت کندز دیدار کرد
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از دهاقین ولایت کندز دیدار و پیرامون مشکلات دهاقین و رشد اقتصادی مردم گفتگو کرد.
ملا آغاجان آخند در این دیدار گفت:« مردم ولایت کندز در زمان جهاد خیلی زحمات را متحمل شده اند، حالا وقت سازنده گی این ولایت است، ما باید همه بدون کدام تبعیض در ساخت و ساز کشور سهم بگیریم، خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین پروسه است که به نفع دهاقین است».
در همین حال، مولوی امان الله حسن رییس زراعت ولایت کندز گفت:« ولایت کندز از ولایات حاصلخیز و کندوی افغانستان است، اکثریت محصولات زراعتی این ولایت به سایر ولایات انتقال می‌یابد.»
هم چنان مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت پروسه جمع آوری گندم مازاد را بیان کرده گفت:« در ولایت کندز بیش از شش هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی می‌شود و در حالات اضطراری، بحرانی و بلند رفتن قیمت گندم از آن استفاده می‌شود».
دهاقین این ولایت از نبود آب کافی برای زراعت، بلند بودن قیمت کودکیمیاوی و مصارف کشت، عدم بازار خوب، نبود وسایل زراعتی، عدم توزیع تخم اصلاح شده بذری به موقع شاکی اند و خواهان همکاری امارت اسلامی با مردم شده اند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت