د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا له والي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۸:۴۹
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا له والي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» کاپيسا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کاپیسا ولایت له والي قاري احسان الله بریال سره وکتل.
په دې لیدنه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند «حاجي سالم» وویل: «دعایداتي سرچینو همغږي د اسلامي امارت په مالي ټیکاو کې مرسته وکړي. عایداتي سرچینې تشخیص او ورته جدي پاملرنه ووشي.»
په همدې حال کې د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال وویل: «کاپیسا ولایت ته تر دې دمه جدي پاملرنه نه ده شوې، د کرنې وزارت باید په دغه ولایت کې د کبانو فارمونه، د غواګانو فارمونه، د شیدو راټولولو مرکزونه جوړ کړي او د ځنګلونو او طبیعي زېرمو ساتنې ته دې جدي پام وکړي.»
د کاپيسا ولايت د کرنې رییس مولوي محمدرحيم نعماني دغه ولايت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر د قدردانۍ ترڅنګ وويل: «د کاپيسا ولايت ډېرې اوبه او د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسب چاپېریال لري، په دې ولایت کې دې، د کب روزنې فارمونه او د شېدو ټولولو مرکزونه جوړشي.»
د امارتي ځمکو غصب، له څړځایونو او ځنګلونو ناوړه ګټه اخیستنه، د کلیو شخړې او د عشر او زکات په اړه د خلکو نه پوهاوی د دغه ولایت لویې ستونزې دي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت کاپیسا
۲ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت کاپیسا با قاری احسان الله بریال والی ولایت کاپیسا دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»،  معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« انسجام منابع عایداتی در ثبات مالی امارت اسلامی کمک می‌کند، منابع عایداتی تشخیص و توجه جدی شود.»
در همین حال، قاری احسان الله بریال والی ولایت کاپیسا گفت « تا هنوز توجه جدی به ولایت کاپیسا صورت نگرفته است، وزارت زراعت در این ولایت باید فارم ماهی پروری، فارم گاوداری، مراکز جمع آوری شیر را ایجاد و در حفظ و نگهداری جنگلات و منابع طبیعی توجه نماید.»
مولوی محمد رحیم نعمانی، رییس زراعت ولایت کاپیسا ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری به این ولایت گفت:« ولایت کاپیسا داری آب فراوان و اقلیم مناسب بستر خوب زراعت و مالداری است، در این ولایت فارم ماهی پروری و مراکز جمع آوری شیر ایجاد گردد»
غصب زمین های امارتی، استفاده بی رویه از علفچرها و جنگلات، منازعات قریه جات و عدم آگاهی عامه از عشر و زکات از مشکلات عمده این ولایت است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت