د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۲:۳
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولایت له والي سره وکتل

۲۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» د هرات ولایت له والي شیخ نورالدین احمد اسلام‌جار او ځینو نورو سیمه‌ییزو مسوولینو سره وکتل.
ملاآغاجان آخند په دې لیدنه کې وویل: « د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم دی، چې د بزګرانو اضافي غنم واخیستل شي او زېرمه شي. د دې موخې لپاره یو میلیارد افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده او مسوولیت یې د کرنې وزارت به غاړه دی.»
په همدې حال کې، د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار، د بزګرانو د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو تدارکاتي بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د اضافي غنمو زېرمه کول د حضرت یوسف «ع» سیرت او لاره ده. د پلي کولو لپاره یې درې کمېټې په پام کې نیول شوې دي، چې پکې د کرنې، مستوفیت، صنعت او سوداګرۍ او ښاروالۍ ریاستونو او د ولایت مقام استازي شامل دي. د بزګرانو اضافي غنم، د بیې ټاکنې او معاینې (نمونه اخیستنې) له بهیر وروسته، د دې ولایت سیلوګانو ته سپارل کېږي او زېرمه کېږي.»
همدارنګه په دې لیدنه کې له غصب څخه راګرځولو شویو ځمکو په اجاره ورکولو، د مخابراتي انټنونو تشخیص، د عایداتي سرچینو زیاتوالي، د عشر او زکات راټولولو د تنظیم او د ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه هم خبرې اترې وشوې.
اسلامي امارت د احتکار د مخنیوي، د بیو د لوړوالي او د بزګرانو سره د مرستې په موخه د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو بهیر پیل کړی دی. چې په ټول هېواد کې له ۳۸زره متریک ټنه څخه زیات د بزګرانو اضافي غنم اخیستل کېږي او هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې اضافي غنم لري.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت هرات دیدار کرد 
۲۵ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شیخ نورالدین احمد اسلام‌جار والی ولایت هرات و شماری از مسوولین محلی این ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی شود به این هدف یک میلیارد افغانی بودیجه اختصاص داده شده است و مسوولیت آن به دوش وزارت زراعت است.»
در همین حال، مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند تدارکاتی خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را بیان کرده گفت:« ذخیره سازی گندم مازاد سیرت و روش حضرت یوسف «ع» است، بخاطر تطبیق آن سه کمیته در نظر گرفته شده است، که در آن نماینده گان از ریاست زراعت، مسوفیت، صنعت و تجارت، شاروالی و مقام ولایت شامل است، که بعد از پروسه نرخ گیری و معاینه (سمپل گیری) در سیلوهای این ولایت تسلیم گیری و ذخیره‌سازی می‌شود.»
همچنان، در این دیدار پیرامون اجاره‌دهی زمین‌های استرداد شده از غصب، تشخیص آنتن‌های مخابراتی، افزایش منابع عایداتی، انسجام در جمع‌آوری عشر و زکات و هماهنگی میان ادارات نیز بحث و گفتگو صورت گرفت.
امارت اسلامی به منظور جلوگیری از احتکار، بلند رفتن قیمت و کمک به دهاقین روند خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را آغاز نموده است که بیش از ۳۸ هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین در سراسر افغانستان خریداری میشود، هرات یکی از ولایاتی که گندم مازاد دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳
Background image

د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو پنځه حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په پنځو مهمو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو پنځه حوضونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې. . .

بازگشت