د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فومېګېشن شرکتونو له چاراکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۸:۵۰
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فومېګېشن شرکتونو له چاراکو سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د کرنیزو محصولاتو د فومېګېشن خدمتونو درې شرکتونو ـ «کندا فروټ»، «نوی ارغند» او «خالد زبیر لمیټډ» له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل، هڅې روانې دي چې د کرنیزو محصولاتو د فومېګېشن لپاره نور مرکزونه هم جوړ شي، تر څو سوداګر او صادرونکي وکولای شي له دغو خدمتونو څخه په مناسبه بیه ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه، د دې ناستې موخه د فومېګېشن د بیې کنټرول، په دې برخه کې د خدمتونو زیاتوالی او له خصوصي سکتور سره ګډ یا خپلواکه همکاري ده.
د «کندا فروټ» شرکت مسؤلینو هم په خپلو خبرو کې وویل، فومېګېشن د حشراتو، فنجي او نورو آفتونو د له‌منځه وړلو لپاره ډېره مهمه پروسه ده، چې د کرنیزو محصولاتو د انباري آفتونو په مخنیوي کې اغېزمن رول لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړې ده، چې پلان لري له خصوصي سکتور سره د فومېګېشن د خدمتونو د پراختیا په برخه کې ګډ کار وکړي، تر څو د هېواد کرنیز محصولات په نړۍوالو معیارونو سره سم صادراتو ته چمتو شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت