د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت سرپل دیدار کرد

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې د سرپل د کرنې ریاست د مالي او اداري چارو، په ځانګړي ډول د عشر او زکات د راټولولو، عوایدو د زیاتوالي، د امارتي ځمکو د کرایو د راټولولو او د مخابراتي انتنونو اړوندو ځمکو د اجارې د مدیریت او تنظیم په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال، د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د عوایدو او امارتي ځمکو د اجارې د پر وخت راټولولو او له شته ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي همداراز د عشر او زکات پر منظم او شفاف راټولولو او د امارتي ځمکو، په ځانګړي ډول د مخابراتي انتنونو لپاره د کارېدونکو ځمکو د اجارې ورکولو په بهیر کې د اصولو او مقرراتو پر رعایت ټینګار وکړ.
په دوام کې، د سرپل د کرنې ریاست مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، د عوایدو د کچې، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه خپل راپور د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړ.
مولوي نورالدین عمیر د مسؤلینو د راپور له اورېدو وروسته، د اداري چارو پر ښه والي، د اړوندو برخو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پر رامنځته کولو او د مالي او عوایدي موضوعاتو پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د وزارت د موخو د تحقق لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د کرنې وزارت له لوري د کندهار په عینو مېنه کې د معیاري ښارګوټي جوړولو په‌پار ۹۶۰۰ جریبه ځمکه ولېږدول شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالی د عینو مېنې ختیځ لوري ته ۹۶۰۰،۹۳ جریبه ځمکه د کور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۵
Background image

ننګرهار کې څه باندې ۲۱ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «افاې‌او» په مالي ملاتړ او د نوي مشورتي او. . .

بازگشت