د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بغلان ولایت له یو شمېر بزګرانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۰:۵
معین مالی و اداری وزارت زراعت با شماری از دهاقین ولایت بغلان دیدار کرد

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان د کرنې په ریاست کې له یو شمېر بزګرانو او د کرنیزو تخمونو د تولید د شرکتونو لهچارواکو سره وکتل.
ملا اغاجان اخند له بزګرانو سره په لیدنه کې وویل: «په اسلامي امارت کې تبعیض ته ځای نشته، زموږ اساسي موخه د خلکو خدمت دی، زموږ اصلي هدف د کرنې او مالدارۍ له لارې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.»
په همدې حال کې د بغلان د کرنې رییس مولوي رحیم الله احدي وویل: «سږ کال د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ډېرې ځمکې ویجاړې شوې، کروندګر مرستې ته جدي اړتیا لري، د دې ترڅنګ د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره معیاري سړې خونې نشته، باید جوړ شي، د کیمیاوي سرې او د غنمو او وریجو د اصلاح شویو تخمونو وېش باید زیات شي.»
د بغلان ولایت یوتن مخکښ بزګر حاجي محمد جمعه وویل: «د اوبو لګولو کانالونه ډک دي او پاکولو ته اړتیا لري. د اقلیم بدلون پر بڼوالو اغېز کړی دی او بڼوال یې زیانمن کړي دي، متخصصین باید ورته د حل لاره ومومي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه دې پر وخت ووېشل شي.»
 په همدې حال کې په بغلان ولايت کې د کرنیزو تخمونو د يوه شرکت مسوول سردار خان وويل: «د کرنیزو تخمونو د توليد لپاره د غنمو تر کښت لاندې سیمه لږه ده، شرکتونو ته باید د قوشتیپې په کانال کې ځمکه ځانګړې شي او د کرنیز بانک پورونه ورکړل شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د کروندګرو د ستونزو د څېړلو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د طبیعي سرچینو د ساتنې او له  ۶۰۰۰ متریک ټنه څخه د زیاتو اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با شماری از دهاقین ولایت بغلان دیدار کرد
۱۰ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت بغلان با شماری از دهاقین و مسوولین شرکت‌های تولید تخم‌های بذری در ریاست زراعت ولایت بغلان دیدار نمود.
ملا آغاجان آخند در دیدار با دهاقین گفت:« تبعیض در امارت اسلامی جا ندارد، هدف عمده ما خدمت به مردم است، منظور ما عمده رشد اقتصاد از طریق زراعت و مالداری است».
در همین حال مولوی رحیم الله احدی رییس زراعت ولایت بغلان گفت:« امسال زمین‌های زیادی توسط جاری شدن سیلاب در چند ولسوالی آن ولایت از بین رفت دهاقین نیاز جدی به کمک دارند، برعلاوه سردخانه معیاری برای نگهداری محصولات وجود ندارد باید ساخته شود، توزیع کود کیمیاوی و تخم اصلاح شده بذری گندم و برنج افزایش داده شود.»
حاجی محمد جمعه یکتن از دهاقین پیشقدم ولایت بغلان گفت :« کانال‌های آبیاری پر شده است نیاز به پاک کاری دارد، تغییر اقلیم باغداران را متضرر ساخته است باید متخصصان راه حل پیدا نمایند و توزیع تخم بذری گندم در موقع مناسب آن و به موقع توزیع گردد».
در همین حال، سردار خان یکتن از مسوولین شرکت تولید تخم‌های بذری در ولایت بغلان گفت:« ساحه کشت گندم برای تولید تخم‌های بذری کم است باید برای شرکت ها زمین در کانال قوس تیپه اختصاص داده شود و قرضه بانکی زراعتی داده شود.»
معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در حالی به این ولایت سفر نموده که بیش شش هزار متریک تن گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی گردد، در کنار این مشکلات دهاقین بررسی، منابع عایداتی افزایش و منابع طبیعی حفظ گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت