د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اداري او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۹:۵۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اداري او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو له چارواکو سره وکتل

ملا اغاجان اخند «حاجي سلام»، چې په دې وروستیو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده پیل کړی، ددغه معینیت تر چتر لاندې ریاستونو سره د تعارفي لیدنو په لړ کې دکرنې وزارت د اداري او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو له چارواکو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې وکتل او د دوی د فعالیتونو راپور یې واورېدل.
د دغو لیدنو په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري ریاستونو مسوولینو د جلا جلا پریزنټیشنونو په ترڅ کې د یادو ریاستونو د موخو، تشکیل، بودیجې، عوایدو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 په دغو ناستو کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند «حاجي سالم» د کار په روڼتیا او پر خپل وخت ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «ستاسو ریاستونه د کرنې وزارت اساسي خدماتي ریاستونه دي، چې نورو ادارو ته د اړتیا وړ اداري او انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې کوي، له همدې امله د يادو رياستونو مسوولين بايد د کارونو د ښه پرمخ بيولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو چارو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.»

معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان ریاست‌های اداری و تکنالوژی معلوماتی دیدار کرد
ملا آغا جان آخوند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که جدیدا کار در این سمت را آغاز کرده به سلسله دیدار های تعارفی با ریاست های تحت اثر، طی جلسه‌های جدا گانه با مسوولان ریاست‌های اداری و تکنالوژی معلوماتی آن وزارت دیدار کرده و گزارش فعالیت‌های شان را استماع نمود.
مسوولان ریاست‌های اداری و تکنالوژی معلوماتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی پرزنتیشن‌های جداگانه معلومات مفصلی را پیرامون اهداف، تشکیل، بودیجه، عواید، دست آوردها و چالش‌های موجود ریاست های متذکره را به معین مالی و اداری ارایه نمودند.
 در این دیدار ها ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت به پیشبرد کارها به صورت شفاف و در زمان معین آن تاکید کرده گفت:«  ریاست های شما بخش‌های خدماتی اساسی وزارت زراعت است و خدمات اداری و انترنتی لازم را برای سایر ادارات فراهم می نماید پس باید مسوولان این ریاست‌ها تلاش جدی خود را در راستای پیشبرد کارها به وجه احسن آن انجام دهند تا امور به سکتگی مواجه نشود".

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت