د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۹:۲۰
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره وکتل


۱۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل الباري فضلي د پلټنې عالي ادارې د مالي، ودانيزې او اداري برخې د پلټنې له پلاوي سره وکتل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوی فضل الباري فضلي د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره د هرراز همکاريو ژمنه وکړه او ويې ويل:"تاسو په اداراتو کې د ادارې ښه والي، د نظام تحکيم او په ادارو کې د روڼتيا د تحکيم په موخه ګمارل شوي ياست ځکه نو تاسو باید په شفافه توګه کار وکړئ او په اسنادو کې مو چې کوم تخطي په ګوته کړه له موږ سره يې هم شريک کړئ ترڅو په راتلونکې کې اصلاح شي".
ياد پلاوي دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کړنو د پلټنې او تر پلټنې وروسته د وزارت رهبرۍ ته د چارو د لاښه والي په پار د نظرونو وړاندې کولو په پار دکرنې وزارت ته راغلي و.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با هیئت اداره عالی تفتیش دیدار کرد 
۱۳ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری هیئت اداره عالی تفتیش در بخش‌ تفتیش مالی، اداری و  ساختمانی دیدار کرد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت تعهد هرنوع همکاری را با هیئت اداره عالی تفتش سپرده و گفت" شما بخاطر بهبود اداره، تحکیم نظام و تحکیم شفافیت درادارت و عملکردها موظف هستیند بنا شما به شکل شفاف کار کنید و هرگونه تخطی که در اسناد دریافت کردید با ما هم شریک بسازید تا در آینده اصلاح شود".
هیئت متذکره جهت تفتییش کارکرد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اراییه سفارشات پس از بررسی به رهبری وزارت زراعت  جهت بهبود امور به این وزارت آمده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت