د کرنې وزارت له بزګرانو پېرل شوي اضافي غنم یوځل بیا بازار ته وړاندې کوي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۲۵
عرضه دوباره گندم مازاد دهاقین به بازار توسط وزارت زراعت

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هغه اضافي غنم چې د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو په ترڅ کې یې له بزګرانو څخه پېرلي او په سیلوګانو او ګدامونو کې یې زېرمه کړي وو، یو ځل بیا بازار ته عرضه کوي.
په ټولیز ډول ۵۴ زره او ۳۰۰ متریک ټنه غنم د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له بزګرانو څخه پېرل شوي وو، چې د زېرمه کولو موخه یې د بحراني او بېړنیو حالاتو پر مهال ترې ګټه اخیستنه، د غنمو او اوړو د بیو کنټرول، د احتکار مخنیوی او د بزګرانو ملاتړ بلل شوی و.
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ، د زېرمه شوو غنمو نیمايي برخه د پلور لپاره چمتو شوې او د دغو غنمو د عرضه کولو لړۍ به له کندهار، هلمند، کندز او تخار ولایتونو څخه پیل شي.
په همدې موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په سرپرستۍ، د کرنې او مالدارۍ په معینیت کې یوه ناسته ترسره شوه، چې پکې له بېلابېلو ادارو څخه جوړه شوې د غنمو د پېر کمېټې غړو او د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو ګډون درلود.
په یاده ناسته کې له بزګرانو څخه د پېرل شوو اضافي غنمو د بیا عرضې د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د غنمو د پلور طرحه چمتو کړې او د پلور د بهیر د سم مدیریت لپاره به یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شي، تر څو دا بهیر په شفاف او منظم ډول عملي شي.
یاد پروګرام د بزګرانو د ملاتړ او په هېواد کې د غنمو او اوړو د بازار د تنظیم په موخه پلي کېږي او د کرنې وزارت ټینګار کوي چې د غنمو عرضه به په شفاف ډول او د بازار د اړتیاوو له مخې ترسره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت