د کرنې وزارت لخوا ماليې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۲۶
انتقال زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت مالیه صورت گرفت

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ماليې وزارت د ګمرکونو د پراختیا او ساتنې رييس مسلم خاکسار ګډون درلود د اراضۍ  رياست لخوا مالیې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د هرات ولايت کهسان ولسوالۍ کې په ۲۰۶۰ جريبه ځمکه باندې او د نيمروز ولايت مرکز دلارام کې په ۵۰ جريبه ځمکه باندې د ګمرکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ماليې وزارت د ګمرکونو د پراختیا او ساتنې رييس مسلم خاکسار ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت