د کرنې وزارت لخوا د بنیادي کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونه زیات شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۱۵
د کرنې وزارت لخوا د بنیادي کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونه زیات شول

د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو د وېش او کرنیزو تخمونو ته د خلکو لېوالتیا او غوښتنې سره سم، د کرنې او مالدارۍ معینیت پرېکړه کړې، چې د بنیادي کرنیزو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو شمېر زیات کړي.
تر دې وړاندې د بنیادي کرنیزو تخمونو د تولید په برخه کې ۳۰ شرکتونو د تخمونو د تولید معیارونه پوره کړي او د تخمونو لپاره د بزګرانو د زیاتې غوښتنې له امله شپږ نور شرکتونه هم کولای شي بنیادي کرنیز تخمونه تولید کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني وویل: «په ټول هېواد کې په ټولیز ډول تر ۳۰۰ زره متریک ټنه زیات بنیادي کرنیزو تخمونو ته اړتیا ده، خو نږدې پنځوس زره مټریک ټنه په هېواد کې تولیدېږي او پاتې نور یې له بهره واردېږي. د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونه زیات کړي.»
د مولوی صدر اعظم عثماني په خبره، سږ کال د اصلاح شویو تخمونو لپاره د بزګرانو غوښتنه زیاته وه او د بزګرانو اړتیاوې باید پوره شی، باید د تولیداتو کچه لوړ شي، په تولید کې هم کیفیت او هم د معیاري تخمونو تولید اړین دي، ترڅو د غنمو تولیدات ډېر شي. 
د وزارت یوشمېر رئیسانو او متخصصینو د تولیدي شرکتونو د زیاتوالی په تایید سره د اسټنډرډ او د کیفیت مطابق د معیاري تخمونو پر تولید ټینګار وکړ، چې په پایله کې شپږ نور تولیدي شرکتونه هم کولای شي، چې د غنمو بنیادي تخم تولید کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شووي تخمونو او کیمیاوي سرو په وېش سره د غنمو د حاصلاتو کچه لوړ او ورسره هېواد د غنمو په تولید کې ځان بسیاینې ته ورسوي.

شرکت‌های تولید تخم‌های بنیادی توسط وزارت زراعت افزایش داده شد
هم‌زمان با توزیع تخم‌های اصلاح شده بذری در اکثریت ولایات کشور و تقاضای بیشتر به تخم بذری معینیت زراعت و مالداری تصمیم بر افزایش شرکت‌های تولیدی تخم بنیادی گرفته است.
پیش از این ۳۰ شرکت در تولید تخم‌های بنیادی واجد معیارهای تولید تخم بودن که به سبب تقاضای بیشتر دهاقین به تخم بذری شش شرکت دیگر نیز می‌توانند تخم‌های بنیادی تولید کنند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در این باره گفت:«به صورت کل بیش از سه صد هزار متریک تُن تخم در سراسر کشور نیاز است اما نزدیک به ۵۰ هزار متریک تُن در داخل کشور تولید می‌شود و باقی از خارج وارد می‌گردد، وزارت زراعت در نظر گرفته تا شرکت‌های تولید تخم بنیادی را افزایش دهد.»
به گفته مولوی صدراعظم عثمانی، امسال تقاضای دهاقین به تخم اصلاح شده بیشتر بود و باید نیاز دهاقین برآورده شود، لازم است که تولیدات زیاد شود، در تولید هم کیفیت و معیاری بودن تخم ضروری است تا تولیدات گندم بیشتر شود.
اکثر رییسان و متخصصین وزارت با تایید افزایش شرکت‌های تولیدی بر معیاری بودن تخم مطابق استندرد و کیفیت تاکید کرده اند که در نتیجه شش شرکت تولیدی دیگر نیز می‌توانند تخم بنیادی گندم تولید کنند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با توزیع تخم اصلاح شده و کودکیمیاوی برای دهاقین میزان تولید گندم را بیشتر و کشور در تولید گندم به خودکفایی برسد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت