د کرنې وزارت سرپرست د « FAO» له مشر سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۲۲:۳۸
رییس FAO با سرپرست وزیر وزارت زراعت ملاقات کرد


۳ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FA0)له مشر راجندرا آریال سره وکتل.
په دې غونډه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې سازمان (FA0)، د فعالیتونو، راتلونکو برنامو او د یاد سازمان د کاري سیمو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FA0)د راتلونکو برنامو پر لا اغېزمنتیا ټینګار وکړ او وویل، په ټول هېواد کې د چوپړونو وړاندې کولو او لا موثریت په پار اړین ده، چې «FA0» د خپلو پروژو د کاري سیمو، پالیسیو او لومړیتوبونو په برخه کې د کرنې له وزارت سره هغږی وي.
په همدې حال کې، راجندرا آریال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست او نوماند وزیر ته د ده دنوي دندې د مبارکۍ ترڅنګ، ډاکټر انوارالحق احدي ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې برنامې دکرنې وزارت سره په همغږی عملي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت