د کرنې وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د بودیجې د چمتو کولو د داخلي کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۷
د کرنې وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د بودیجې د چمتو کولو د داخلي کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بودجې د ترتیب د داخلي کمېټې لومړۍ ناسته د یاد وزارت د سکتوري ریاستونو د استازو په ګډون، د وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په سرپرستۍ ترسره شوه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې د ترتیب لپاره داخلي کمېټه د دندو د ترسره کولو لپاره ټاکل شوې ده.
په دې ناسته کې د کمېټې غړو د بودجې د ترتیب پر بهیر، د سکتوري برخو ترمنځ پر همغږۍ او د راتلونکي مالي کال د مالي لومړیتوبونو د تنظیم پر څرنګوالي بحث او نظر تبادله وکړل.
د یادې کمېټې د جوړېدو موخه د بودجې منظم تنظیم، د مالي سرچینو د مدیریت ښه والی او د وزارت د بېلابېلو برخو ترمنځ د اړینې همغږۍ رامنځته کول ښودل شوي دي. ټاکل شوې ده، چې یاده کمېټه به د ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې د نهایي کېدو په موخه منظمې کاري ناستې هم ترسره کړي.


برگزاری نخستین نشست کمیته داخلی ترتیب بودجه سال مالی ۱۴۰۵ وزارت زراعت
۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
نخستین جلسه کمیته داخلی ترتیب بودجه وزارت زراعت ،آبیاری و مالداری با اشتراک نمایندگان ریاست‌های سکتوری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، تحت سرپرستی مولوی ضیاالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت، برگزار شد.
به‌اساس حکم  مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کمیته داخلی ترتیب بودجه سال مالی ۱۴۰۵ تعیین وظیفه گردیده است.
در این نشست، اعضای کمیته پیرامون روند ترتیب بودجه، هماهنگی میان بخش‌های سکتوری و چگونگی تنظیم اولویت‌های مالی سال آینده بحث و تبادل نظر نمودند.
هدف از تشکیل این کمیته، تنظیم منظم بودجه، بهبود مدیریت منابع مالی و ایجاد هماهنگی لازم میان بخش‌های مختلف وزارت عنوان شده است. قرار است این کمیته در ادامه، جلسات منظم کاری را به‌منظور نهایی‌سازی بودجه سال مالی ۱۴۰۵ برگزار نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت