د کرنې وزارت د یوشمېر ولایتي رییسانو ادلون بدلون

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۳:۰
د کرنې وزارت د یوشمېر ولایتي رییسانو ادلون بدلون

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د سرپل، جوزجان، نیمروز، بدخشان او نورستان ولایتونو د کرنې رییسان تغییر او تبدیل شوي دي.
ددې ادلون بدلون په ترڅ کې د بغلان ولایت دکرنې مخکینی رییس مولوی محراب الدین بلال د بدخشان دکرنې د رییس په توګه، د سرپل دکرنې پخوانی رییس مولوی عبدالقادر وحدت د جوزجان دکرنې درییس په توګه، د کونړ دکرنې مخکینی رییس پیر شېراقا«حبیب الرحمن» د نورستان دکرنې درییس په توګه، د دایکندي دکرنې پخوانی رییس مولوی شېراحمد رفیع د نیمروز دکرنې درییس په توګه او د جوزجان دکرنې مخکینی رییس قاري عبدالغنې شریفي د سرپل دکرنې د رییس په توګه د یادو ولایتونو دکرنې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
دغه بدلونونه په یادو ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په سکټور کې د د چارو د لاښه والي په موخه ترسره شوي دي.

تغییر و تبدیلی شماری از روئسای ولایتی وزارت زراعت 
۷ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان روئسای زراعت ولایت‌های  سرپل، جوزجان، نیمروز، بدخشان و نورستان تغییر و تبدیل گردیدند.
بر بنیاد این تعینات مولوی محراب الدین بلال رئیس زراعت قبلی ولایت بغلان به حیث رئیس زراعت بدخشان، مولوی عبدالقادر وحدت رئیس زراعت قبلی ولایت سرپل به حیث رئیس زراعت جوزجان، پیر شیرآقا «حبیب الرحمن» رئیس زراعت قبلی ولایت کنر به حیث رییس زراعت نورستان، مولوی شیراحمد رفیع رئیس زراعت قبلی ولایت دایکندی به حیث رئیس زراعت ولایت نیمروز، قاری عبدالغنی شریفی رئیس زراعت قبلی ولایت جوزجان به حیث رئیس زراعت ولایت سرپل تعین و وظایف خویش را آغاز کردند.
این تغییرات به منظور بهبود امور سکتور زراعت، آبیاری و مالداری در ولایت‌های نامبرده صورت گرفته است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحبزاده، د کرنې او مالدارۍ معینیت او همدارنګه د اوبو لګولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې. ا) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۳
Background image

‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

‏‏۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
‏‏د للندر د اوبو بند پروژې د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري تاسیساتو لوی ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه. . .

بازگشت