د کرنې وزارت د کورني اقتصاد رییس معرفي شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۳۲
د کرنې وزارت د کورني اقتصاد رییس معرفي شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزراء په حکم، قاري ملاګل صافی په دویم بست کې د کرنې په وزارت کې د کورني اقتصاد د رییس په توګه وټاکل شو.
د هغه پروګرام په ترڅ کې چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي مولوی صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو په شتون کې قاري ملاګل صافي د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
مولوي صدر اعظم عثماني د کورنۍ د اقتصاد د رییس په پېژند غونډه کې د امارت دنده یو امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت وباله او د کرنې وزارت له رییسانو یې وغوښتل، چې د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي هڅې وکړي.
 قاري ملاګل صافي د امارت په پخوانۍ دوره کې د ننګرهار ولایت د صنایعو او سوداګرۍ د ریاست د تعرفو مدیر و او وروسته یې د جهاد په شل کلنه دوره کې د پام وړ رول ترسره کړي دي.

رییس اقتصاد خانواده وزارت زراعت معرفی شد 
قاری مولاگل صافی مطابق به پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان در بست دوم به حیث رییس اقتصاد خانواده وزارت زراعت تعین شد.
طی برنامه‌ای مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با حضور داشت شماری از روئسای وزارت زراعت قاری مولاگل صافی را به کارمندان آن اداره معرفی کرد.
مولوی صداراعظم عثمانی در جریان معرفی رییس اقتصاد خانواده وظایف امارتی را امتیاز نه بلکه مسوولیت دانسته و از روئسای وزارت زراعت خواست تا در پیش برد مسوولیت خویش تلاش جدی نمایند.
 قاری مولاگل صافی در دوره قبلی  امارت به صفت مدیر تعرفه‌های ریاست صنعت و تجارت ولایت ننگرهار وظیفه می‌نمود و بعدا در دوره بیست ساله جهاد مقدس سهم بارزی را ایفا نموده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت