د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۲:۳۸
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د چین جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاووشېنګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
دغه ناسته چین هېواد ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د سفر د همغږۍ او د نشه یي توکو د بدیل کښت، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي هم حضور درلود.
په پیل کې مولوي صدراعظم عثماني د چین او افغانستان د ښو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان کرنیز محصولات د چین په بازار کې ځانګړی ځای لرلای شي، او په بدل کې به د چین صنعتي تولیدات هم په افغانستان کې ښه بازار ولري. نوموړي چين ته د خپل پلان شوي سفر يادونه هم وکړه او دا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يو ارزښتناک فرصت وباله.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین سفیر ژاوو شېنګ هم له مولوي عثماني څخه د دوامداره اړیکو او همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لري او چین په نړۍواله کچه د افغانستان له اسلامي امارت څخه ملاتړ کوي. نوموړي له افغانستان سره د چين اقتصادي همکاريو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې چين له افغانستان څخه د تازه او وچې مېوې په ځانګړې توګه د انارو او جلغوزيو د صادراتو هرکلى کوي او له همدې امله چين د افغانستان پر صادراتي محصولاتو لوړه ګمرکي تعرفه نه لري او چین ته د افغانستان صادرات مخ په زیاتېدو دي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با سفیر چین در کابل
۶ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با آقای شواشینگ سفیر جمهوری چین در کابل دیدار و پیرامون تقویت روابط زراعتی میان دو کشور گفتگو کرد.
این دیدار که به منظور هماهنگی سفر مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به چین و بحث روی موضوعاتی همچون بدیل معیشت کشت مواد مخدر، بازاریابی محصولات زراعتی و توسعه روابط دو کشور برگزار شده بود در آن مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقام  وزارت زراعت حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در آغاز، به روابط نیک افغانستان و چین اشاره کرد و افزود که محصولات زراعتی افغانستان می‌تواند در بازار چین جایگاه ویژه‌ای داشته باشد، و متقابلاً محصولات صنعتی چین نیز در افغانستان بازار خوبی خواهد داشت. او همچنین از سفر برنامه‌ریزی‌شده خود به چین یادآوری کرده و آن را فرصتی ارزشمند برای تقویت همکاری‌های دو کشور دانست.
 در همین حال ژاوشینگ سفیر چین در افغانستان نیز از مولوی عثمانی به خاطر تعامل و همکاری‌های مستمر تشکر کرده و اظهار داشت که چین و افغانستان در طول تاریخ رابطه خوبی با یکدیگر داشته و چین از امارت اسلامی افغانستان در سطح بین‌الملل حمایت می‌کند. وی همچنین به همکاری‌های اقتصادی چین در افغانستان اشاره کرده و افزود که چین از صادرات میوه‌های خشک و تازه افغانستان، به‌ویژه انار و جلغوزه، استقبال می‌کند و به همین منظور است که کشور چین هیچ گونه تعرفه‌های گمرکی بالای محصولات صادارتی افغانستان ندارد و صادرات افغانستان به چین در حال افزایش است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت