د کرنې وزارت د چارواکو او د ایران راغلي پلاوي ترمنځ غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۴
د کرنې وزارت د چارواکو او د ایران راغلي پلاوي ترمنځ غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ایران راغلي پلاوي ترمنځ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې د مسوولینو او د ایران د خصوصي سکتور د استازو په حضور کې دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
د دغې غونډې په پيل کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني وويل: «موږ غواړو چې د ايران له اسلامي جمهوريت سره زموږ اړيکې او مناسبات تلپاتې وي، افغانستان يو کرنيز هېواد دى او زموږ غوښتنه د ایران له جمهوریت څخه دا ده، چې د کروندګرو او مالدارانو پروړنادې شته ستونزې د یو بل سره په همکارۍ سره حل شي.»
مولوي صدراعظم عثماني زیاته کړه: «د تولیداتو، وارداتو، صادراتو او د کرنیزو چارو په برخه کې همکاري به د کرنې او مالدارۍ او پانګونې د ودې او پراختیا لپاره به غوره بستر وي. افغانستان یو امن هېواد او د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره غوره ځآی دی.»
د ایران د کرنې جهاد مرستیال وزیر علیرضا مهاجر وویل: «هغه محصولات چې له دواړو خواو څخه وارد یا صادریږي باید ښه کیفیت ولري، بازار ته مناسب وي او مناسبه بیه ولري او دواړه هېوادونه باید دې ته پام وکړي.»
ښاغلی مهاجر زیاته کړه: «خوښ یو چې د دواړو هېوادونو په خصوصي سکټور کې مو برخه واخیستل، چې دا خصوصي سکټور د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لامل دی، د خصوصي سکټور امنیت، صداقت او لېوالتیا ددې لامل شو، چې موږ دلته راشو.»
په دې غونډه کې د کرنیزو موضوعاتو (د کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرو، کښت، ترویج، تولید او بازار موندنه)، د مالدارۍ سکتور (پروسس او بسته بندي، د نویو نسلونو ترویج، واکسینونو، د چرګانو فارمونه او د غوښینو څارویو فارمونو جوړول)، طبي او صنعتي بوټو، په دې برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه، د اسانتیاوو رامنځته کول او د ننګونو د حل په اړه خبرې اترې وشوې.
دا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم  عثماني او د ایران د کرنې جهاد وزارت د مرستیال علي رضا مهاجر په مشرۍ د کرنې په وزارت کې د دواړو لورو د یو شمېر رییسا، سوداګرو او چارواکو په ګډون دائره شوې وه.

نشستی میان مسوولان وزارت زراعت و هیئت اعزامی ایران برگزار شد

نشست میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هیات اعزامی کشور جمهوری اسلامی ایران با  حضور داشت مسوولان اطاق زراعت و مالداری افغانستان و نماینده گان سکتور خصوصی ایران در وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در آغاز این نشست گفت:« ما می‌خواهیم ارتباطات و مناسبات ما با کشور جمهوری اسلامی ایران دوامدار باشد، افغانستان کشور زراعتی است و خواست ما از کشور جمهوری ایران این است تا مشکلات که فرا راه دهاقین و مالداران وجود دارد در همکاری یکدیگر حل گردد».
مولوی صدراعظم عثمانی افزود:« همکاری در تولیدات، واردات، صادرات و مشارکت امور زراعتی بستر خوب برای انکشاف و رشد زراعت و مالداری و سرمایه گذاری خواهد بود، افغانستان کشور امن و زمینه خوب برای سرمایه گذاری سکتور خصوصی است».
علیرضا مهاجر معاون وزیر جهاد کشاورزی کشور ایران گفت:« محصولات که از دو جانب وارد یا صادر می‌شود با کیفیت خوب، بازار پسند، با سرعت عمل و قیمت مناسب داشته باشد و هردو کشور این را در نظر بگیرند».
آقای مهاجر اضافه کرد«حوشحال هستیم که در میان در سکتور خصوصی از دو کشور اشتراک کردیم که این سکتور خصوصی رونق دهنده تجارت و سرمایه گذاری هستند، امنیت، صداقت و علاق‌مندی سکتور خصوصی مارا وادار ساخت با اینجا بیاییم».
در این نشست روی موضوعات زراعتی ( کشت، ترویج، تولید و بازاریابی محصولات زراعتی و کودکیمیاوی)، بخش مالداری (پروسس و بسته بندی، ترویج نسل‌های جدید مالداری، واکسین ها، مرغداری و ایجاد فارم‌های مواشی گوشتی)، نباتات طبی و صنعتی، سرمایه‌گذاری سکتور خصوصی در این بخش، ایجاد سهولت‌ها و حل چالش‌ها بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
 این نشست به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و علی رضا مهاجر معاون وزیر کشاورزی کشور ایران با اشتراک شماری از رییسان، تاجران و مسوولین دوطرف در وزارت زراعت برگزار گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت