د کرنې وزارت د ځمکو ادارې رییس معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۳۵
د کرنې وزارت د ځمکو ادارې رییس معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د کرنې وزارت د ځمکو ادارې په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې مولوي محمود مظلوم د ځمکو ادارې د نوي رییس په توګه وټاکه او د دې رياست کارکوونکو ته يې ور وپېژندل.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د ځمکو ادارې پخوانی رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د کرنې وزارت پخوانی مالي او ادارې مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، دکرنې وزارت رییسانو او کارکوونکو د نوموړي په پېژند غونډه کې ګډون کړي ؤ.
د غونډې په پیل کې د ځمکو ادارې د نوي رییس د تقرر متن د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید له خوا ولوستل شو او ورپسې د دغه وزارت مشرتابه د ځمکې اهمیت او د دې ادارې د کارکوونکو پر مکلفیتونو خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان ځمکې د افغانستان مهمې برخې وبللې او په دیجټلي بڼه د افغانستان د ځمکو د اسنادو د ثبت په هکله خبرې وکړې: «خاوره خورا لوړ ارزښت لري او انسان مکلف دی، چې ساتنه او تثبیت یې وکړي او ترې ګټه پورته کړي، که ورته پام ونه شي او په ناسمه توګه ترې کار واخیستل شي، نو دا به د خلکو لپاره د ډېرو ستونزو او دښمنۍ لامل شي، دا ستونزې په تېرو ۴۵ کلونو کې څو څو ځلي رامنځته شوي دي او د خلکو تر منځ ډېرې شخړې پیدا شوي دي، حتی د ځمکې د تصرف په موخه یو ورو له بل ورور سره جنګېدلي، په همدې توګه ډېرې دولتي ځمکې د اشخاصو له خوا غصب شوي دي او د زورواکو له خوا د خلکو ځمکې هم غصب شوي دي، په کار ده چې په ګډه کار وکړو ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شو.»
د کرنې وزیر دغه راز د کرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې له مسلکي کارکوونکو وغوښتل، چې د دغه ریاست له نوي رییس سره همکاري وکړي:«له همدې امله موږ هڅه کوو چې دخپل هېواد ځمکې ډیجیټلي کړو، تاسو مسلکیان دنده لرئ چې په دې موضوع کار وکړئ، د اشخاصو، ادارو او دولت ځمکې باید جلا شي، د پخواني رییس په څېر، د ځمکو ادارې د نوي رییس سره همکاري وکړئ. په راتلونکو کلونو کې یو مشخص پلان چمتو کړئ ترڅو زموږ د هېواد ځمکه په سمه توګه اداره او مدیریت شي او په راتلونکي کې هیڅ ډول جعل، تذویر او تقلب کارۍ رامنځته نه شي.»
ورپسې د کرنې وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د ځمکو ادارې پخوانی رییس مولوي عبدالرحمن رحماني، د ځمکو ادارې نوي ټاکل شوي رییس مولوي محمود مظلوم د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او د کار د دوام لپاره پر خپلو هڅو، ژمنتیا او د افغانستان د ځمکو په ارزښت خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې مولوي محمود مظلوم تر دې وړاندې د کندهار ولايت د کرنې د رييس په توګه دنده ترسره کوله او د اميرالمؤمنين حفظ الله د فرمان له مخې په دې دنده ګومارل شوی دی.

رئیس ریاست اراضی وزارت زراعت معرفی و به کارش آغاز کرد
۱۵ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی مراسمی در ریاست اراضی وزارت زراعت مطابق به فرمان عالیقدر امیر المومنین حفظه الله مولوی محمود مظلوم را به حیث رئیس جدید اراضی افغانستان تعین و به کارمندان آن اداره معرفی نمودند.
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس قبلی ریاست اراضی، مولوی فضل‌الباری فضلی معین قبلی مالی و اداری وزارت زراعت، روساء و کارمندان وزارت زراعت در محفل معرفی وی حضور داشتند.
در آغاز محفل متن تقرر رئیس جدید اداره اراضی از سوی ملا حسین ‌احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت به خوانش گرفته شد و بعد از آن رهبری وزارت پیرامون اهمیت اراضی و مکلفیت‌های کارمندان این بخش صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری اراضی افغانستان را از بخش‌های مهم افغانستان یاد کرده و از  تلاش‌ها جهت  ثبت اسناد اراضی افغانستان به شکل دیجیتلی سخن زد" خاک ارزش خیلی زیاد دارد، همان‌گونه برای حفاظت، تثبیت و استفاده از آن انسان مکلف است، اگر به آن توجه نشود و از آن استفاده نادرست صورت گیرد، مشکلات و دشمنی‌های زیادی را به مردم ایجاد می‌کند، این مشکلات در ۴۵ سال گذشته بارها تکرار شده و جنجال‌های زیادی میان مردم صورت گرفته، حتی مردم بالای تصرف زمین برادر با برادر جنگیده‌است، به همین شکل زمین‌های زیاد دولتی از طرف اشخاص غصب شده و نیز زمین‌های مردم از طرف زورمندان تصرف گردیده‌است، نیاز است که مشترک کار شود و در آینده به مشکلات مواجه نشویم"
وزیر زراعت همچنان از کارمندان مسلکی  ریاست اراضی وزارت زراعت خواست تا با رئیس جدید این اداره همکاری نمایند" از همین خاطر در تلاش هستیم که اراضی ملک خود را دیجیتلی سازیم، شما مسکلی‌ها وظیفه دارید بالای این موضوع کار نمائید، زمین اشخاص، ادارات و دولت تفکیک شود، مثل رئیس سابق با رئیس نو اراضی نیز همکاری نمائید، برای سال‌های آینده پلان مشخص تهیه کنید تا زمین میهن ما درست و سالم مدیریت شود، در آینده جعل، تذویر و تقلب‌کاری صورت نگیرد".
بعد از آن مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری قبلی وزارت زراعت، مولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس قبلی ریاست اراضی، مولوی محمود مظلوم رئیس جدید‌التقرر اداره اراضی در مورد موضوع صحبت نموده و از تلاش و تعهد شان برای ادامه کار و اهمیت اراضی افغانستان سخن گفتند.
قابل ذکر است که مولوی محمود مظلوم پیش از این منحیث رئیس زراعت ولایت کندهار کار می‌کرد و براساس فرمان  عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله به این پست تعین گردیده ‌است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او ورسره پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي مهرالله حماد او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې. . .

بازگشت