د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د افغان اېډ نړۍوالې موسسې له مرستیال سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۷
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د افغان اېډ نړۍوالې موسسې له مرستیال سره وکتل

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، په افغانستان کې د افغان اېډ نړۍوالې مؤسسې له مرستیال او د دې مؤسسې د کرنې له متخصصینو سره دکرنې په وزارت کې وکتل.
په دې ناسته کې، دواړو خواوو په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په موده کې د بشرپالو پلي شویو پروژو لاسته راوړنې وڅېړلې. مولوي عبدالغفور د افغان اېډ مؤسسې د هڅو ستاینه وکړه او د هېواد د کرنې د ودې لپاره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، په دې ناسته کې اعلان وشو چې د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ به د ۲۰۲۸ ام کال تر اپریل میاشتې پورې د غور، غزني، ننګرهار او نورستان ولایتونو په بېلابېلو کرنیزو برخو کې د ۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کېږي، چې په کې د زېربناوو جوړول او د کرنې د پراختیا پروګرامونه شامل دي.

دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با معاون موسسه بین‌المللی افغان آید
۱۲ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با معاون موسسه بین‌المللی افغان آید در افغانستان و کارشناسان زراعت این موسسه در مقر وزارت زراعت دیدار کرد.
در این جلسه، طرفین دستاوردهای پروژه‌های بشردوستانه‌ای که طی سه سال گذشته در افغانستان اجرا شده، بررسی کردند. مولوی عبدالغفور از تلاش‌های موسسه افغان آید قدردانی کرده و بر تداوم همکاری‌ها برای توسعه زراعتی کشور تأکید نمود.
همچنین در این جلسه اعلام شد که پروژه‌ای به ارزش بیش از ۲۱ میلیون دلار، با کمک مالی اتحادیه اروپا، در بخش‌های مختلف زراعتی ولایات غور، غزنی، ننگرهار و نورستان تا ماه آپریل سال ۲۰۲۸ میلادی اجرا خواهد شد. این پروژه شامل برنامه‌های بهبود زیرساخت‌ها و توسعه زراعتی است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت