د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با رئیس مؤسسه مبارزه با گرسنگی جهان در افغانستان

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې «ډبلیواچ‌اچ» له رییس محمد سجاد ساجد سره په کتنه کې، د کرنې سکټور د پراختیا او د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو په موخه د ګډو همکاریو پر دوام او لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
یاده کتنه د همغږۍ او تخنیکي غونډې په چوکاټ کې ترسره شوه، چې د کرنې وزارت د مسؤلینو او د همکارو مؤسسو د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د «ډبلیواچ‌اچ» مؤسسې له همکاریو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د هېواد د کرنې سکټور د ودې او پراختیا لپاره یې د دواړو لورو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې«ډبلیواچ‌اچ» رییس محمد سجاد ساجد، د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه مؤسسه به په راتلونکي کې هم د افغانستان د کرنې په سکټور کې نورې پراختیايي پروژې پلې کړي.
همدارنګه، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست سلاکار په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د ټولو همکارو مؤسسو فعالیتونه باید د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړیتوبونو، پالیسۍ او ستراتیژۍ له مخې تنظیم او پلي شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

بازگشت