د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ په سمینار کې د عدلیې وزیر وینا

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۵۲
د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ په سمینار کې د عدلیې وزیر وینا

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر  مولوی عبدالحکیم شرعي، د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ په سمینار کې ګډون وکړ او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد په اړه یې وینا وکړه.
د عدلیې وزیر په خپله وینا کې وویل: «امارت په نړۍ کې غوره نظام رامنځته کړی دی. په دغه نظام کې هېڅوک په زور او قلدرۍ عمل نه شي کولای او هر څوک باید ځان د امارت اصولو او اسلامي قانون سره برابر کړي. د امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه هم د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته راګرځول دی، چې په دې برخه کې مو د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي. مسؤل رئیسان باید د نظام د رهبرۍ اوامر رعایت کړي او په همدې لاره کې هلې ځلې وکړي.»
وروسته، د امارت د قضایاو لوی رییس مولوي احسان‌الله وثیق، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد قانون ولوست او اړین توضیحات یې وړاندې کړل.
د یادونې ده، چې مولوي عبدالحکیم شرعي د افغانستان د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي، تشخیص، تثبیت او استرداد د کمېسیون د ریاست مسؤلیت هم پر غاړه لري او همدې موخې لپاره د وینا کولو په موخه دې سمینار ته بلل شوی و.

سخن‌رانی وزیر عدلیه در سمینار هم‌آهنگی روسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت 
۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالحکیم شرعی، وزیر عدلیه امارت اسلامی افغانستان، در سمینار هم‌آهنگی روسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت حضور یافته و پیرامون جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی سخنرانی کرد.
وزیر عدلیه در این نشست گفت:"امارت بهترین نظام را در جهان ایجاد کرده است. در این نظام هیچ‌کس نمی‌تواند با زور و قلدری عمل کند و همه باید خود را برابر اصول امارت و قانون اسلامی بسازند. یکی از دست‌آوردهای مهم امارت، جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی است و در این زمینه موفقیت‌های قابل ملاحظه‌ای داشته‌ایم. روسای مسئول باید اوامر رهبری نظام را رعایت کرده و در این راستا کار کنند."
در ادامه، مولوی احسان‌الله وثیق، رئیس عمومی قضایای امارت، قانون جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی را قرائت کرده و توضیحاتی ارائه نمود.
لازم به ذکر است که مولوی عبدالحکیم شرعی مسئولیت ریاست کمیسیون جلوگیری از غصب، تشخیص، تثبیت و استرداد زمین‌های امارتی افغانستان را بر عهده دارد و به همین منظور برای ایراد سخنرانی در این سمینار دعوت شده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت