د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۶
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ اداري او د همغږۍ غونډه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، د دې معینیت تر چتر لاندې ادارو له رئیسانو سره د کرنې وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې پر مهمو موضوعاتو لکه د نوي مالي کال د پلانونو ارزونه، د عادي او پراختیایي بودجې د لګښت څرنګوالی، د بزګرانو اضافي غنمو پېرلو په پار د بودجې ځانګړنه، تشکیلاتي اصلاحات، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرامینو تطبیق، له سیلوګانو او ګدامونو سره د نوي طرزالعمل لاسلیک، د ۱۴۰۳ کال د تطبیق شویو او پاتې شویو قراردادونو ارزونه، او د وزارت د وسایطو د پرزو او روغنیاتو د تدارکاتي بهیر پرمختګ خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
همداراز، په غونډه کې د وزارت لپاره د نوې انټرنټي مدیریت سیستم د پلي کېدو او نورو مالي او اداري چارو په اړه هم خبرې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند، په خپلو خبرو کې د چارو د تطبیق د چټکتیا او مؤثر مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ او ټولو رییسانو ته یې لارښوونه وکړه، چې خپلې دندې په مسؤلانه او اغېزمن ډول ترسره کړي.


برگزاری جلسه هماهنگی معینیت مالی و اداری با ریاست‌های تحت اثر در وزارت زراعت
۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه اداری و هماهنگی معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری، با اشتراک رؤسای ادارات تحت اثر این معینیت در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه روی موضوعات مهمی چون بررسی پلان‌های سال جدید، چگونگی مصارف بودجه عادی و انکشافی، اختصاص بودجه برای خرید گندم مازاد دهاقین، اصلاحات تشکیلاتی، تطبیق فرامین عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، امضای طرزالعمل جدید با سیلوها و گدام‌ها، قراردادهای تطبیق شده و بازمانده سال ۱۴۰۳، و پیشرفت روند تدارکاتی در بخش روغنیات و پرزه‌جات وسایط وزارت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنین در این نشست در مورد تطبیق سیستم مدیریت جدید برای انترنت وزارت و سایر موضوعات مالی و اداری نیز صحبت گردید.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در سخنانش بر تسریع روند تطبیق امور و مدیریت مؤثر تأکید کرده و به تمام رؤسا هدایت داد تا در انجام وظایف محوله، مسئولانه و به‌گونه مؤثر عمل نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت