د کرنې وزارت د عوایدو د زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۳۷
د کرنې وزارت د عوایدو د زیاتوالي په پار هڅې

۲ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د عوایدو د نویو سرچینو د پېژندلو او د عوایدو د زیاتوالي په موخه د هڅو د دوام په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ غونډه ددغه وزارت د عایداتي ریاستونو د رییسانو په حضور کې دائره شوه.
په دې غونډه کې؛ د کرنې وزارت د عوایدو د کچې، د کرنې وزارت د اراضۍ برخې عواید او د یادې برخې د عایداتي سرچینو، د مخابراتي انتنونو مدیریت او د هغې عواید، د ځمکې اجاره، د املاکو مدیریت او د هغې عواید، د ګمروکونو او دکرنې وزارت نورو عایداتي سرچینو جوړولو په پار مالیې وزارت ته د ځمکې لیږد په هکله خبرې اترې او دنظرونو تبادله وشوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې بزګرانو او مالدارانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د هېواد د کورنیو عوایدو په لوړولو کې هم ارزښتناک رول ولوبوي.

تلاش‌ها جهت افزایش عواید وزارت زراعت
۱۶ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها جهت تشخیص سرچشمه‌های جدید عایداتی و افزایش عوید وزارت زراعت جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور روئسای ریاست‌های عایداتی این وزارت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون؛ میزان عواید وزارت زراعت، عواید بخش اراضی وزارت زراعت و سرچشمه‌های عایداتی آن، مدیریت آنتن های مخابراتی و عواید آن، اجاره دهی زمین، مدیریت املاک و عواید آن، انتقال زمین به وزارت مالیه جهت ساخت گمرکات و سایر منابع عایداتی وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد که در کنار اراییه خدمات برای دهقانان و مالداران کشور نقش ارزنده‌ای در بلند بردن عایدات داخلی کشور ایفا نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت