د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۵:۶
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

۱۰ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند «حاجي ګل محمد» سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د کرنې وزارت او د ننګرهار ولایت یوشمېر رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال لومړی د ځنګلونو د ساتنې، د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي، د کرنیزو او مالدارۍ د پروژو د تطبیق، د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرتله راګرځولو او په سیمو کې دکرنې ادارې له کارکوونکو سره دهمکارۍ په اړه خبرې وکړې او د ننګرهار له والي څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د ولایت چارواکو ته د همکارۍ سپارښتنه وکړي.
د ننګرهار والي د یادو ستونزو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې ولسوالانو او امنیه قومندانانو ته به د جدي همکارۍ سپارښتنه وکړي.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با والی ننگرهار 
۱۰ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در  جریان سفر به ولایت ننگرهار با ملا محمد نعیم آخند «حاجی گل محمد» دیدار کرد.
در این دیدار که تعدادی از روسا و کارمندان وزارت زراعت و ولایت ننگرهار حضور داشتند ابتدا معین آبیاری و منابع طبیعی در مورد حفاظت از جنگلات، جلوگیری از قطع جنگلات و قاچاق چوب، تطبیق پروژه های زراعتی و مالداری، جلوگیری از غصب و استرداد زمین و همکاری با کارمندان اداره زراعت در ساحات صحبت کرد و از والی ولایت ننگرهار خواست که به مسوولان ولایت هدایت همکاری دهند.
والی ننگرهار از تعهد همکاری پیرامون موضوعات یاده شده سخن گفت و تاکید کرد که به ولسوالان و قوماندانان امنیه هدایت می‌دهد که همکاری جدی نمایند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه. . .

بازگشت