د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د بدخشان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل
۹ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د کاري بهیر پر ښه والي او غوره خدمتونو وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بدخشان د کرنې رییس مولوي امانالله حسن د هرکلي ترڅنګ د وزارت د رهبرۍ پلاوي حضور د خوښۍ وړ وباله او ویې ویل، دا ډول لیدنې د ستونزو د مطرح کېدو او د هغو د حل لپاره د رهبرۍ په کچه زمینه برابروي.
مولوي محمود مظلوم په خپلو خبرو کې د بدخشان د کرنې ریاست کړنې او لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او یاده اداره یې د ولایتونو په کچه له بریالیو ادارو څخه وشمېرله. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې په رسمي وختونو کې له غیر ضروري چارو ډډه وکړي، له مراجعینو سره ښه چلند ولري او چارې پر وخت ترسره کړي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د امارتي او غصب شویو ځمکو اړوند معلومات له رسمي ذیربطو مراجعو سره شریک کړل شي او کارکوونکي خپلې دندې د اسلامي شریعت او طرزالعملونو سره سم ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، د جګړو په کلونو کې ډېرې ځمکې تر غصب او لاس وهنې لاندې راغلې دي، نو اړینه ده چې کارکوونکي د امانتدارۍ او قانوني اصولو په رعایت سره خپلې چارې پرمخ یوسي.
