د کرنې وزارت دتشکیل د مسلکي کولو کمیټې خپل راپور د کرنې وزیر ته وړاندې کړ 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۱۰
د کرنې وزارت دتشکیل د مسلکي کولو کمیټې خپل راپور د کرنې وزیر ته وړاندې کړ 

۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تشکیل د بیا کتنې، سمون او مسلکي کولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري له خوا د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو د مسوولینو په شتون کې ګمارل شوې کمېټه د خپل کار له بشپړولو وروسته خپل راپور وړاندې کړ.
په هغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په حضور کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مقام کې جوړه شوې وه، د کرنې وزارت د بیاکتنې، سمون او مسلکي کولو کمېټې مسوولینو په بېلابېلو څانګو، له ډلې د زده کړې او رشتې مطابق د کارکوونکو ځای پر ځایول، د مسلکي کدرونو د ساتنې، د کارکوونکو د دندو ارزونه او په نورو برخو کې د خپلو دندو راپور وړاندې کړل، چې دکرنې وزیر له خوا د تایید وړ وګرځېد.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر مسلکي کولو ټینګار وکړ او د کرنې وزارت د بشري سرچینو ریاست مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کارکوونکو په ګمارنه کې تخصص په پام کې ونیسي.

کمیته مسلکی‌سازی تشکیل وزارت زراعت گزارش کارکردهایش را به وزیر زراعت اراییه کرد 
۳ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
کمیته‌ای که به منظور بررسی، اصلاح و مسلکی سازی تشکیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسوولان بخش‌های مختلف وزارت زراعت توظیف شده بود پس از تکمیل کار گزارش کارکردهایش را اراییه کرد.
طی جلسه‌ای در مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود مسوولان کمیته بررسی، اصلاح و مسلکی سازی تشکیل وزارت زراعت گزارش کارکردهای شان را در بخش‌های مختلف از جمله جابه جا سازی کارمندان مطابق به رشته و تحصیل، حفظ کدرهای مسلکی، ارزیابی کارکردهای کارمندان و سایر بخش‌ها بیان کردند که از جانب وزیر زراعت مورد تایید قرار گرفت.
در این جلسه مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت بر مسلکی سازی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تاکید کرده و به مسوولان ریاست منابع بشری وزارت زراعت هدایت داد تا در تعین کارمندان تخصص آن‌ها را در نظر گیرند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت