د کرنې وزارت: حج او اوقافو وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۱
د کرنې وزارت: حج او اوقافو وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو


٢۲ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د یادې ادارې او د حج او اوقافو وزارت تر منځ یاد وزارت ته د نهه جریبه ځمکې د لېږد تړون د ځمکو چارو ادارې ریاست کې لاسلیک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د کرنې, اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو عمومي ریاست په مقام کې ترسره شوه د دغه ریاست  رییس ملا عبدالرحمن رحماني، د حج او اوقافو وزارت د اوقافو لوی ریيس مولوي حمدالله اخندزاده او د انتقال او وېش ریاست رییس مولوي سید محمد سعید شتون درلود. 
یاده غونده د کابل کندهار په لويه لار د جوماتونو د جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد په موخه جوړه شوې وه.
دغه ځمکه چې انډازه يې ټول ټال نهه جريبه ده، د کابل کندهار په لویه لار د میدان وردګ، غزني او کندهار په سیمه کې په درې درې جريبه ځمکه باند درې جوماتونه جوړېږي، چې د یادو جوماتونو د ځمکې لېږد ټړون نن د ځمکو چارو ادارې لوی رياست او د اوقافو لوی ریاست د مسؤلينو تر منځ لاسليک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت