د کرنې وزارت بیاهم د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی ځای پل کړ

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۷:۵۳
وزارت زراعت باز هم در اطلاع‌رسانی اول شد


۷ تله ۱۳۹۹
د هغه راپور پر اساس، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون د پلي کېدو په هکله، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې له خوا چمتو شوې ده، د دولتي نهادونو تر منځ د کرنې وزارت لومړی ځای خپل کړ او د اطلاع رسونې د سروزرو کلي یې تر لاسه کړه.
د افغانستان د روڼتیا څار د ادراې رییس سیداکرام افضلي وویل: «موږ ۲۰ ادارې ارزولي دې، په دوی کې، د کرنې وزارت د ۴۷ نمرور په اخیستو سره په اطلاع روسنه کې لومړی ځای خپل کړ.»
ښاغلی افضلي وویل، چې د کرنې وزارت ډېر ښه کار کړئ او باید نورو ادارو لپاره الګو شي.
اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون رییس عین الدین بهادري وویل، چې د کرنې وزارت په ویب پاڼه کې ۸۰ زره بېلابېل سندونه خپرېدل د اطلاع رسونې په برخه کې لوی تحول دی. ښاغلی بهادري وویل: «اطلاعاتو ته لاس رسي، اقتصادي وده رامنځته کوي. کوم کارونه چې د کرنې په وزارت کې تر سره شوي دي، باید د نورو نهادو له خوا کاپي شي.»
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر وویل، چې د کرنې وزارت خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې د زمیني په برابرولو سره، د هېوادولو د حقونو د تحقق ترڅنګ، ډیجیټالي حکومت دود کړئ دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دې غونډې ته په وینا کې وویل: «خوښ یم، چې دکرنې وزارت لومړی ځای خپل کړی دی.» ښاغلی احدي وویل: «ددې مقام کریډټ د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ته رسیږي، او دغه راز مخکني وزیر صاحب ته هم، چې دوی ته مبارکي وایم، مبارک دې وي. دغه راز له خپل مطبوعاتي ټیم څخه هم مننه کوم.»
د کرنې وزارت سرپرست ددې سوال په ځواب کې، چې کرنې وزارت څنګه اطلاع رسوي، وویل چې د اطلاع رسونې په برخه کې چمتووالي او تخنیکي ټیم لرل ډېر اغېزناک دي.
ښاغلی احدي زیاته کړه: «خلک حق لري، چې اطلاعاتو ته لاس رسي ولري، له خلکو باید څه پټ نه وي، خلک باید اطلاعاتوته لاس رسي ولري، رسنۍ څلورمه قوه ده. د حکومت کړنې د رسنیو له خوا ارزول کیږي، دا د شفافې حکومتوالۍ بنسټونه دي.»
د کرنې وزارت سرپرست د اطلاع رسونې ترڅنګ، د یوشمېر حیواني او بڼوالۍ ناروغیو او ډیجیټالي اطلاعاتو په برخه کې پر عامه نشراتو هم کار کوي او د کرنې وزارت د طلاع رسونې څانګه عامو خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی ځای خپل کړی دي.
باید وویل شي، چې به دې راپور کې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون د ۴۲ نمرو په تر لاسه کولوسره دویم او د ملي تدارکاتو اداره د ۴۱ نمرو په تر لاسه کولو سره درېم ځایل خپل کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت