د کرنې وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د کرنیزو اصلاح‌شوي تخمونو د تولید په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۲۵
د کرنې وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د کرنیزو اصلاح‌شوي تخمونو د تولید په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو اصلاح‌شوي تخمونو د نوو ډولونو د معرفي کولو په موخه له یوه خصوصي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
یاد تفاهم‌لیک د مرستیالانو او رییسانو په کچه د لوړپوړو امارتي چارواکو له ډلې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم»، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیال محمد یونس مهمند، د امارتي شرکتونو، ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اجرائیوي رییس مولوي غلام‌الرحمان کظیم، او د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ رییس مولوي نصرالله طلحه په حضور کې لاسلیک شو.
مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې وویل:«د باکیفیته اصلاح‌شوي تخمونو تولید د بزګرانو اقتصاد ته وده ورکوي، د ناروغیو کچه راکوي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځي. موږ د کورنیو پانګوالو ملاتړ ته ژمن یو او باید په ګډ کار وکړو ترڅو د اقلیم بدلون او نباتي ناروغیو پر وړاندې مقابله وکړو.»
همداراز، د مالي او اداري چارو مرستیال ملا آغاجان «حاجي سالم» وویل:«معیاري او علمي څېړنې د کرنې د پرمختګ بنسټ دی. د لوړکیفیته تخمونو تولید د حاصلاتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د ښه والي لامل ګرځي. د موجود امنیت او مناسب کاري چاپېریال په شرایطو کې، موږ د ټولو افغان شرکتونو ملاتړ کوو.»
په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې مرستیال او د کرنې وزارت د څېړنیزو بنسټونو استازو هم د اصلاح‌شوي تخمونو د تولید او د کورني ظرفیت د لوړولو پر اهمیت خبرې وکړې، ترڅو له نړۍوالو بازارونو سره سیالي ممکنه شي.
په پای کې، یاد تفاهم‌لیک د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ او یاد خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو، او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و یک شرکت خصوصی برای تولید تخم‌های اصلاح‌شده بذری
۱۵ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تفاهم‌نامه‌ای همکاری با یک شرکت خصوصی تولید تخم‌های بذری پیرامون معرفی ورایتی‌های جدید اصلاح‌شده تخم بذری نباتات به امضا رساند.
این تفاهم‌نامه در حضور معینان و رؤسای بلندپایه امارتی از جمله مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ملاآغاجان «حاجی سالم» معین مالی و اداری، محمد یونس مهمند معاون اول هیأت مدیره اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس اجرائیوی شرکت‌های امارتی آبرسانی و فاضلاب شهری و مولوی نصرالله طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی وزارت زراعت به امضا رسید.
مولوی صدراعظم عثمانی در سخنرانی خود گفت: «تخم‌های اصلاح‌شده باکیفیت نقش مهمی در بهبود اقتصاد دهقانان، کاهش امراض و افزایش حاصلات دارد. ما متعهد به حمایت از سرمایه‌گذاران داخلی هستیم و باید باهم کار کنیم تا در برابر تغییرات اقلیمی و امراض نباتی ایستادگی نماییم.»
ملاآغاجان «حاجی سالم» معین مالی و اداری نیز گفت: «تحقیقات معیاری اساس پیشرفت زراعت است. تولید تخم باکیفیت زمینه‌ساز افزایش حاصلات و بهبود زندگی مردم می‌باشد. با فراهم بودن امنیت و زمینه‌های مناسب کاری، از تمامی شرکت‌های افغان حمایت خواهیم کرد.»
در این نشست همچنین معاون اتاق تجارت و نمایندگان نهادهای تحقیقاتی وزارت زراعت نیز پیرامون اهمیت تولید تخم‌های اصلاح‌شده و ارتقای ظرفیت داخلی برای رقابت در بازارهای جهانی سخنرانی کردند.
در پایان، تفاهم‌نامه همکاری میان ریاست عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی وزارت زراعت و شرکت خصوصی مذکور به امضا رسید و مجلس با دعای خیر خاتمه یافت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت