د کرنې وزارت اداري غونډه جوړه شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۴:۱۴
د کرنې وزارت اداري غونډه جوړه شوه


۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري غونډه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د دغه وزارت د رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې ټاکل، د مالیې وزارت لپاره د نویو پروژو وړاندیز، د لابراتوارونو لپاره بودیجه، قرنطین او د هغې خدمات، کوچني پیرودنې، د کرنې وزارت اړوند د فارمونو ساتنه او پالنه، د واکسین تولید لپاره مصرفي توکي او په بندرونو کې ننګونې، د لابراتوارونو او قرنطین په موخه د دې بحث د تمرکز موضوع وه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په دې ناسته کې وویل: ریاستونه باید د پراختیایې بودیجې او پروژو د وړاندیز تر څنګ خپلې اړتیاوې د پلان او طرحې له مخې وړاندې کړي او د پراختیایې بودیجې او پروژو د وړاندیز تر څنګ باید د هغې د عایداتو سرچینې هم پلان کړي او د عاید سرچینې باید مشخصې شي.
لنډ مهاله او اوږدمهاله پلان، د غیر رسمي ښاري سیمو ثبتول، د نوي مالي کال لپاره د پلانونو، طرحو او طرزالعملونو جوړول، د کرنې وزارت عملیاتي فعالیتونه، د وزارت تشکیلات، اجاره ورکول او د عوایدو د سرچینو زیاتول د نورو موضوعاتو تر څنګ هغه موضوعات ؤ چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو.
په ورته وخت کې په دې ناسته کې یو شمېر رئیسانو خپلې ستونزې یادې کړی او په خپلو اړوندو ادارو کې یې د هغو هواریدو غوښتنه وکړه.

جلسه اداری وزارت زراعت دایر شد
۱۰ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی فضل‌الباری فضلی، معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک رییسان و مسوولین این وزارت برگزار گردید.
تعین بودیجه برای سال مالی 1402، پیشنهاد پروژه‌های جدید برای وزارت مالیه، بودیجه برای لابرتوارها، قرنطین و خدمات آن، خریداری‌های کوچک، حفظ و مراقبت از فارم‌های مربوط وزارت زراعت، مواد مصرفی تولید واکسین و چالش در بنادر به‌منظور لابرتوار و قرنطین محور بحث این جلسه بوده است.
مولوی فضل‌الباری فضلی، معین مالی و اداری وزارت زراعت  در این جلسه گفت:« ریاست‌ها نیازمندی‌های ضروری شان را مطابق پلان و طرح پیشنهاد کنند، در کنار پیشنهاد بودیجه انکشافی و پروژه‌ها منابع عایداتی آن را نیز طرح کنند، منابع عایداتی مشخص شود».
پلان کوتاه مدت و دراز مدت، ثبت ساحات غیر رسمی شهری، ساخت پلان‌ها، طرح‌ها و طرزالعمل‌ها برای سال مالی جدید، فعالیت‌های عملیاتی وزارت زراعت، تشکیلات وزارت، اجاره‌دهی و ازدیاد منابع عوایدی از جمله موضوعات دیگر مورد بحث این جلسه بوده است.
در همین حال در این جلسه شماری از رییسان به مشکلات شان پرداخته و خواهان حل معضل در ریاست مربوطه شان شده اند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت